IQNA

د حسینی اربعیّن په ولولناک لاریون کې په عراق کې د فرانسې سفیر هم ګډون وکړ

8:28 - September 18, 2022
د خبر لمبر: 3486238
ایکنا-(تهران) په عراق کې د فرانسې سفیر د حسینی اربعیّن  دلاریون کونکو په ټول کې شتون بیدا کړ او د اربعیّن د دستورو د ترسره کونکو چاروالو په ستاینې سره ئې دغه پيښه په نړۍ کې ترټولو لویه انساني اجتماع وبلله.

ایکناخبری آژانس د عراق نون خبري آژانس له قوله راپور راکړ،په عراق کې د فرانسې سفیر ایریک شوالي د حسینی اربعین په شپه د کربلا اوبصرې د والیانو په ملګرتیا سره د بین الحرمیّن د زیارتوالو په ټول کې حاضر شو.

د فرانسې سفیر دحسینی اربعیّن د زیارت په دستورو کې د میلیوني خلکو په شتون دحیرانتیا په ښودلو سره  زیارتوالو ته د حسینی موکب خاوندانو او د  کربلا د خلکو او ګورنرۍ خدمات وستایل.

د فرانسې سفیر له دې وروسته د امام حسین علیه السلام د سپيڅلی حرم  دآستان له  شرعي متولي شیخ عبدالمهدي کربلائي سره  کتنې ته ورغی. شوالي په دغې کتنې کې په کربلا معلی کې د میلیوني زیارتوالود شتون په با په هک بک پاتیکیدا سره ووئيل ، دا پیښه په نړۍ کې ترټولو لویه او عظیمه انساني اجتماع ده. هغه همدااراز د حسینیب اربعیّن د دستورو دمنظمولو او زیارتوالو ته په خدمت رسونې کې دډله ایزې ملګرتیا او اجتماعي پيوستون  هم په ورین تندي سره وستایه.

 

https://iqna.ir/fa/news/4086088/%D8%

captcha