IQNA

په مګلوملتو کې د ابراهیم ریسی وینا

د امریکاد پخواني کرغیړن ولسمشرپه جنایت ارزونه په عادلانه محکمې کې تعقیبوو

7:15 - September 22, 2022
د خبر لمبر: 3486257
ایکنا-(تهران) دایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون ناوخته دملګروملتو په عمومي اسبملۍ کې پخپلې وینا کې شهید جنرال قاسم سلیماني په قوماندانۍ سره د سیمې د هیادونو درول دبدولولو د ناکمولو او د امریکا په لاس د جوړې  او پنځولې ترهه ګرۍ د کنټرولولوپشمول د سرزورو اولاسوهونکو سیاستونو په مقابل کې په دریدا کې د اسلامی ایران د غوره او مخکښ رول ته اشاره وکړه او وې ټينګار ئې وکړ،د امریکا دپخواني ولسمشر په جنایت به په یوې عادلانه محکمې کې تعقیب کړو.

ایکناخبری آژانس د ولسمشرۍ دماڼۍ داطلاع رسونې دادارې له قوله راپور راک،د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په سیمه کښې د امریکا له لاسوهونکو او زور ویونکو سیاستونو سره په مقابلې کولو کښې د ایران مقاومت ته په اشارې او په دې خبرې باندې په ټینګار سره چې د ټولو خلکو په وجود کښې د الهي ودیعې په توګه د عدالت د ټینګولو ګروهنه شته وویل ایران د عدالت د نړیوالیدا ملاتړ کوي ځکه چې عدالت وحدت رامینځته کونکی او ظلم جنګ رامینځته کونکی دی.

داسلامی ایران ولسمشر پخپلې وینا کې همداراز د ایران په ضد دزیاتره دباؤ په بې شرمه ماتې باندې د امریکائي حکومت رسمي اعتراف او دخپلواکه او پرمختللي ایران په مخه نیولو کې د بندیزونوپر بې وسۍ او ناکامۍ باندې په ټينګار سره،دنړیوالې ایټمي موافقې په موضوع کې د امریکا بد عهدیوموضوع ته اشاره وکړه او له اقتصادی ګټوڅخه داستفادې لپاره  دتل پاتې ضمانتونو په اختسو کې دایران د اسلامی جمهوریت روښانه منطق بیان کړ اوپه اوسنۍ نړۍ کې ئې دانرزۍ د چیلنج په یادونې سره په دنیا کې ئې د انرژۍ د امنیت د عادلانه تضمین لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت دپلان خبر ورکړ.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د بشریت لپاره ګډ برخلیک ته قائل دی وویل داسې هیواد چې د عدالت ادعا کوي خو د ترهګرو ملاتړی ووسي باید له بشریت ، ازادۍ او عدالته شرم وکړي؛ له بشري حقوقو بره د ملتونو حقونه دي کوم چې په اسانۍ سره د سترو قدرتونو لخوا تر پښو لاندې کیږي.

هغه د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډې کښې  موجودو  کسانو ته د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د وخت قومندان ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د عکس په ښودلو سره ټينګار وکړ د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ په جنایت باندې عادلانه قضايي غور د انسانیت  خدمت کول دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل امریکا اجازه نه ورکوي چې هیوادونه په خپلو پښو ودریږي او د امریکا دوستان هم ښه حالت نلري؛ هغه څه چې نن سبا په اروپايي هیوادونو کښې رامینځته کیږي داسې پیښې دي  چې په تیرو لسیزو کښې په اسیايي هیوادونو کښې رامینځته شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4087188/%D8

captcha