IQNA

طالب واکوالان دې د افغانستان د اهل تشیّع مشکلات حل کړي

6:41 - September 24, 2022
د خبر لمبر: 3486262
ایکنا-(تهران) د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مرستیال محمد اکبري پرون ددغه هیواد دطالبانو د موقته حکومت له مرستیال مشرمحمدعبدالکبیر سره په کتنې کې د افغانستان د اهل تشیّع  نظرونه اومشکلات بیان کړل .

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانستان د شیعه عالمانو دشورا مرستیال د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د مشر له مرستیال سره په کتنې کې ددغه هیواد شیعیانو د مشکلاتو په بیانولو سره له طالب حکومته وغوښتل د دوي مشکلات او ستونزې د ژمنیاؤ په اساس حل کړي.

 د افغانستان د شیعیانو د عالمانو شورا تل د طالبانو په موقته حکومت کې ددغه هیواد اهل تشیّع  درول او ځائيګي غوښته کړې ده،چې واک ته په رسیدا پسې طالبانو  ئې هم دپوره کولو ژمنې کړي ،البته چې تر دې دمه ئې ددغو ژمنو په پوره کولو کې له لټَیو کار اخستی دی .

 د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مرستیال محمد اکبري پرون ددغه هیواد دطالبانو د موقته حکومت له مرستیال مشرمحمدعبدالکبیر سره په کتنې کې د افغانستان د اهل تشیّع  نظرونه اومشکلات بیان کړل .

 د طالبانو دموقته حکومت مرستیال مشرهم په دغې کتنې کې ووئيلو وړاندې شوي نظرونه اوو ړاندیزونه به وارزوي او د افغانستان د شیعیانود ټولنې دمشکلاتو دحل لپاره به اړونه  ادارو ته فوري دستور ورکړل شي.

 له دې مخکې هم د افغانستان د شیعه عالمانو شورا  ددغه هیواد داهل تشیّع دټولنې  غوښتې بیان کړي او وئيلي ئې دي ، په افغانستان کې د شیعه مکتب  درسمیّت پيژندنې ساتل،د تشیع د شخصیه احوالو دقانو رسمیت ساتل،د نفوسو په تناسب سره په حکومت کې د اهل تشیّع مشارکت ،په پوهنتونو او مکتبونو کې  د جعفری فقې  دعقایدو ا تدریس  او دانجونو د ښونځیو بشپړ پرانیسته  د دوي اساسی غوښتنې دي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/07/01/2778118/%D9

captcha