ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په جنوا کې دیره په نړیوالو اورګانونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي علي بحریني وویل: د بیان له آزادۍ څخه باید د اسلام فوبیا او د مسلمانانو پروړاندې د تاوتریخوالي د پراختیا لپاره د بهانې په توګه کار وانخیستل شي.
د ایرنا د راپور له مخې، علي بحریني د اسلامو فوبیا سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مراسمو کې وویل: له اسلامو فوبیا او له مسلمانانو سره د تبعیض پروړاندې مبارزه د ضروري قوانینو د رامنځته کولو، ښوونې او روزنې، خبرو اترو او په لوېدیځو هېوادونو کې د اسلام او مسلمانانو پروړاندې له دسیسو سره د مقابلې لپاره شونې ده. ده زیاته کړه، اسلامو فوبیا" له هر څه ډېر د مسلمانانو پروړاندې د تعصب او تبعیض له امله رامنځته شوي چې کولای شي د خلکو او ټولنو لپاره جدي پایلې ولري.
بحریني ټینګار وکړ چې اسلامو فوبیا یا د مسلمانانو د سپیڅلو ارزښتونو پروړاندې هر ډول اقدام، د بیان د آزادۍ مشروع بڼه نه ده، بلکې د تعصب یوه بڼه ده چې د ضرر سبب ګرځي .