ایکنا خبری آژآنس دshemsfm، له قوله راپور راکړ د تیونس ددیني چارو وزارت د نابینا کسانو لپاره د خدای د کلام دتلاؤت د آسانتیا او د قرآن کریم په شان دخدمت لپاره ، کامل قرآن په بریل خط باندې چاپ او خپور کړی دی .
دغه وزارت پرون په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ، په بریل خط د قرآن کریم چاپول په تیونس کې دلومړي ځل لپاره ترسره شوي دي .
دغه چاپ د روښانه زړه لرونکو حافظانو له خوا ئې له ارزونې وروسته د تیونس د لوړ اسلامی پارلیمان د مصحفو د کمیټې په مجوز سره او د ؛ابصار ؛ جمعیّت په وسیله چاپ شوی دی .
د تیونس ددینی چارو وزیر هم د قرآن کریم د محافظت ادارې ته اجازت ورکړی دی ، چې دغه مصحف په لومړۍ مرحلې کې ، ددغه هیواد په درستو جامع جوماتونو کې وویشي.دغه وزارت په نظر کې لري ، ټول قرآن په بریل خط سره چاپ او په جوماتونو او درستو نابینایانو کې وویشي .