IQNA

د افغانستان طالبانو له ګلبدین حکمتیار سره ډله ایز لیده کاته هم ممنوع کړل

6:34 - April 17, 2024
د خبر لمبر: 3489061
ایکنا - د افغانستان په کابل کې له خپل هستوګنې ځاي څخه د ګلبدین حکمتیار له منتقلیدا وروسته  او  د سیاسی ګوندونو د فعالیّت پر ممنوعیّت  د طالبانو له ټينګار سره سره د حزب اسلامی ګوند مشر په خپل نوي هستوګن  ځاي کې عمومي لیدو کتو ته دوام ورکړی ؤ.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکوي ،  دافغانستان   خبرو سرچینو  ادعا کړې ده ، په افغانستان کې د سیاسی ګوندونو  د فعالیت په ممنوع کیدا پسې  د طالبانو حکومت  د  حزب اسلامی ګوند له مشر سره ډله ایزې کتنې هم منع کړي دي.

په راپور کې وئيل شوي دي په افغانستان کې  د سیاسی ګوندونو د فعالیت په ممنوع کیدا او  له خپل حکومتی کور او  دفتر څخه د ګلبدین  حکمتیار  له ویستلو  وروسته  طالبانو   له هغه سره پر ډله ایزو لیدوکتو هم پابندي لګولې ده .

خبرو سرچینو ددې موضوع په اعلانولو سره روښانه کړې ده چې  دحکمتیار کور کلابند نه دی ،خو  اجازت نه ورکوي،په ډلو سره  خلک  د حزب اسلامی له مشر سره وګوري .

له دې مخکې  د افغانستان د طالبانو حکومت  دعدلیې وزارت  په افغانستان کې د سیاسی ګوندونو د فعالیّت پر ممنوعیّت باندې په ټينګار سره  خبرداری ورکړی ؤ  دغه وزارت  په افغانستان کې  د یوه ګوند په توګه  هرډول فعالیت غیر قانوني ګڼي او خبرداری ورکوي،  له خلاف ورزي کونکو سره  به قانوني او شرعي چلند وشي.

په دغې اعلامیې کې  د کوم سیاسی ګوند  د مسئولانو  نامې یا د هغوي  داقداماتو او  دریځونو په باب کوم جزیات وړاندې شوي نه وو، خو له دې مخکې د طالبانو د حکومت دعدلیې  وزیر عبدالحکیم شرعي  ګلبدین حکمتیار ته خبرداری ورکړی ؤ  چې  ګوندونه  کوم قانوني ځائيګی نه لري او ګوندي کار  هم جرم حسابیږي.

 د وئيلو ده  له خپل هستوګنې ځاي څخه د حکمتیار له منتقلیدا وروسته  او  د سیاسی ګوندونو د فعالیّت پر ممنوعیّت  د طالبانو له ټينګار سره سره  د حزب اسلامی ګوند مشر  په  خپل نوي هستوګن  ځاي کې  عمومي لیدو کتو ته دوام ورکړی ؤ.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1403/01/28/3069766

captcha