قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د یمن رسمی خبرونو سبا نت نه په نقل، د همغږی او بیړنۍ مرستې او د سعودی تجاوز کوونکې جنایاتو سند وړاندې کولو ملی کمېټه پرون په یمن کښې د شتون اعلان کړو او یو بیانیه کښې تاکید وکړو چې دا کمېټه اراده لری خپل ټولو مرکزونه فعال کړې او سعودی متجاوزان چې د کوم جنایاتو ترسره کوی سند وړاندې کولو همکاری وکړی او خپل اطلاعات د له یوه سره تر بله سره په پراخه سلسله له خبریالو او فعالانو څارنی په ډګر، دولتی بنسټو په اختیار کې ورکړی.
خپل بیانیه کښې سند وړاندې کولو ملی کمېټه د سعودی جنایاتو ته اشارې سره چې دا تجاوز کوونکې د یو مستقل هیواد په ځمکه او سیاسی خپلواکۍ باندې وسله وال یرغل کړی. تاکید وکړو: دې متجاوز دښمن د جنګی جنایاتو محکمې اساسی قوانینو ۸ بند په رڼا کښې د یمن خلکو کښې سخت درد پیدا کړی او د قتل عمدی قتل، ستر ویجاړتوب، د اموالو او ملکیه خرابتیا، غیر نظامی ملکیت باندې حمله، په سلګونو غیر نظامی خلکو وژل، په زرګونو غیر نظامی موسسې او کورونه او د ښودنې او تاریخی ځینو ویجاړتوب سره دا پیمان د خپو لاندې کړی.
دې کمېټې همدارنګه تاکید کړی: سعودی متجاوزان د بشریت خلاف جنایات کړی چې هم د ۱۹۴۸ پیمان او هم د نړیواله جنایاتو محکمې د اساس نامې په رڼا کښې نړیواله جنایت دی.
د دې قانون په رڼا کښې د یو ولس ټولنې نه یوه ډله نابودول، قوم، مذهب یا دین په پوره بشپړه یا یی د یوې برخې خلک مړه کول یا دارنګه ماحول جوړول چې هغې نابود شی، د بشریت خلاف جنایت شمېرلی کېږی.
دې کمېټه اعلان وکړو چې موجوده تجاوز کوونکې د یمن محاصره کښې هر قسمه د خوراک څښاک څیزونه دارو او اساسی ضرورتونو سامان باندې حملې کوی او همدارنګه د خوراک څښاک کارخانې په نښه کوی چې د یمن خلکو ته لوږه ورکړی ځکه چې د یمن ولس یو توریالى قوم دې او د دې غوښتنو ته به هیڅ کله سر لاندې نکړی.
په یمن تجاوز کولو باندې د عربستان د پاچا د ورور نیوکه
همدارنګه د عربستان د پاچا ورور د دغه هیواد په یمن باندې هوایی تجاوز باندې سخته نیوکه کړی او څرګنده کړی ده چې ریاض دې نتیجې ته رسېدلې چې دې جنګ کښې ګډون اشتباه وه.
د عربستان د پاچا ورور طلال بن عبدالعزیر، د آلمان فوکس چینل سره خبرو اترو کښې د «ایقانې سیلۍ » عملیاتو باندې سخته نیواکه وکړه او څرګنده یی کړه: هغه هوابازان چې په یمن کښې بمباری کوی مزدوران دی او د عربستان ته یی ډېر مالی توان ورکړی.
هغه ادامه ورکړه: هوابازان چې په دغه عملیاتو کښې شتون لری د پاکستان، هند، فرانس، امریکه او مصر نه دې چې د هر ځل الوتنې باندې د عربستان نه ۷۵۰۰ ډالر ترلاسه کوی.
طلال وویل: ریاض او دا احساس کوې چې دې جنګ کې ګډون اشتباه وه او اوس د دې جنګ بندیز لپاره شرطونه قبلولو ته تیار دې کوم چې د ایقانې سیلۍ عملیاتو نه مخکې به یی هیڅ کله نه وو منلې.
دې شهزاده د خپل هیواد حکومت کوونکو باندې سختې نیوکې سره وویل: د عربستان ملګرو په دې عملیاتو کښې عربستان یواځې پرېښلو ځکه چې ورته پته وه چې یمن یوه داسې جبه ده چې را وتل ترې نشته.
طلال بن عبدالعزیز تاکید وکړو: چې عربستان خپلو ملګرو ته څرګنده کړې ده چې د ایران خلاف څه عمل ؤ نکړې ځکه چې که ایرانیانو دې جنګ کښې ګډون وکړو نو ایرانیان د یمن د خلکو غوندې نه دې ځکه چې هغې په دې قادر دې چې د عربستان پوځ په ۲۴ ګېنټو کښې ویجاړ کړی.
عربستان د اردیبهشت میاشتې په ړومبی تاریخ(۲۱ اپرېل) باندې د یمن په خلاف د (ایقانې سیلۍ) عملیاتو پای اعلان کړې او د دویم عملیاتو (یمن ته هیله بیا ګرځول) د شروع کولو خبر یی ورکړی.
عربستان ( ایقانې سیلۍ) عملیات چې ۲۵۰۰ مړې او ۳۰۰۰ نه زیات ژوبل غورځولې په ۶ فروردین(۲۶ مارچ) باندې شروع کړی وو چې هدف یی د یمن مستعفی ولس مشر بیا راوستل وو خو ولې د یمن د خلکو او د انصار الله مقاومت له کبله یی دا هدف تر اوسه نه دې ترلاسه کړی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3214478