IQNA

د یمن تحولاتو نه اخیرنی خبرونه

صنعا کښې د «المؤید» جومات سره چاودنه/ انصار الله: یمن کښې د عربستان تالی څټې ځې نه لری

18:39 - July 23, 2015
د خبر لمبر: 3332363
نړیواله ډله: د یمن پایتخت صنعا ښار «الجراف» سیمې «المؤید» جومات سره نږدې بم اېښودلې شوی موټر چاودنه کښې ۴ کسان شهیدان او ۸ ژوبل شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د یمن رسمی خبرونو(سبأنت) نه په نقل، یو بم اېښودلې شوی موټر کښې د پیر په ورځ د یمن پایتخت صنعا ښار«الجراف» سیمې «المؤید» جومات سره نږدې چاودنه وشوه.

د دې راپور له مخې، په دې چاودنه کښې څلور بې ګناه یمنی ښاریان شهیدان او ۸ ژوبل شو.

تکفیری ترهګری ډلې داعش په خپلې یوه بیانیه کې د دې چاودنې مسؤولیت په غاړه اخیستلې.

د اتبار په شپه هم د سعودی الوتکو د یمن پایتخت صنعا ښار شرق کښې جومات باندې بمباری کړی.

انصار الله: یمن کښې د عربستان تالی څټې ځې نه لری:

د انصار الله غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام ویلې دې: د عدن پېښې ثابته کړه چې د عربستان او د القاعده تالې څټلې د یمن خلکو کښې هیڅ قسمه ځې نه لری.

هغه وویل: د عدن پېښې ثابته کړه چې د عربستان او د القاعده تالې څټلې نه په عدن کښې او نه په نور یمن کښې د خلکو ترمنځه هیڅ قسمه ځې نه لری.

هغه زیاته کړه: هغوی په ۲۴ ګېنټو کې ۲۰۰ ځل حمله وکړه او د ګازی بمونو نه یی استفاده وکړه او بیا یی هم ټول عدن ترلاسه نکړو.

عبدالسلام وویل: د عدن شریف خلک او عمومی ځواکونو او پوځ توان او ټینګار له سببه مونږ ګټه ترلاسه کړه او دښمن یی ماتې سره مخامخ کړو.

د انصار الله ویندوی وویل: د ګل د ورځو پېښې چې عدن کښې را منځ ته شوی څه نوی خبره نه وه. پوځ او د خلکو ځواک په خپلې ملی، شرعی او اخلاقی وظیفې باندې عمل کړی وو او خپل ټول توان سره یی د دښمن مقابلې ته ولاړ وو تر دې چې د اختر په ورځ یی بیا د سیمې حالات ترلاسه کړل او څو ځل یی د دښمن حملې تمبولې دی، او یو شمېر هغه کسان یی چې را ننوتلې وو ونیول او د یمن ځواکونو هم دارنګه د دښمن سامان تباه کو او ځنې هغه سامان چې د سمندر په لار یمن ته راوړې وو په غنیمت کې واخیستو.

هغه په ادامه کې وویل: یو بل حقیقت چې د عدن پېښو کښې څرګنده شو دا وو چې د ملګرو ملتونو سازمان د اوربند اعلان کړی وو یا نه وو خو آل سعود بریدونو ته ادامه  ورکوی او په دې کار د یمن ملت تېر باسی  او د اوربند په دام کښې ګېره وی کنې څه رنګه د ملګرو ملتونو سازمان د اوربند نه پس بیا هغې خپل بریدونو ته ادامه ورکولې شی او اعلان کولې شی چې اوربند نشته او حتی د عدن حملو ته شدت ورکړی. د ملګرو ملتونو په مخکې دا ټول جنایات کولې شی او د اوربند نه پس حمله کولی ښی.

هغه ادامه ورکړه: څرګنده ده چې دښمن په دې ۱۱۵ ورځو حملو کښې یواځې د قتل، مرګ او ویجاړتیا نه علاوه هیڅ څه ترلاسه نکړه او اوس غواړی چې دې کارونو سره او یو ځل بیا تبلیغاتو او جنګ سره خپله ناکامی پټه کړی.

هغه څرګنده کړه: نن د عدن خلکو ته دا حقیقت څرګنده شوی او پوهېږی چې تالې څټلو او زیاتی کوونکو هیڅ ګټه په دې ښار کښې ترلاسه نکړه او اوس هم په سیمو باندې بمباری کوی چې په کومو سیمو باندې د اوربند ادعا یی کړې وه.

http://iqna.ir/fa/News/3331550

captcha