قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د روس قرآن نړیواله مقابله د ۱۶مهر نه د دغه هیواد مفتیانو په مرسته پیل کېږی او موسی معتمدی چې د ټول قرآن حافظ دی د ایران له اړخه به په دې مقابلو کې ګډون کوی.
دا مقابلې به د قرآن کریم تلاوت او حفظ برخه کې پیل کېږی، چې یو کال به د قرائت برخه کې او بل کال به د قرآن حفظ برخه کې پیل کېږی.
د تېر کال مقابلو پیل کېدو ته توجه سره چې د قرائت برخه کې پیل شوی وو دې کال مقابلې به د حفظ برخه کې پیل کېږی او موسی معتمدی د ټول قرآن حافظ د ایران له اړخه به دې مقابلو کې شتون لری.
موسی معتمدی په کال ۱۳۶۷ باندې قم ښار کې زېږېدلې وو، چې په کال ۱۳۹۲ کې د قرآن کریم سراسری مقابلو کې د ټول قرآن حفظ برخه کې دویم مقام ترلاسه کړی وو، خو د هغې نه پس یی هیڅ یو مقابلو کې ګډون نه دې کړی او دې کال د روس قرآن نړیواله مقابلو لپاره وټاکلې شو.
تېر کال د روس قرآن نړیواله مقابلو کې مهدی غلام نژاد د ایران له اړخه ګډون کړی وو چې د قرائت برخه کښې یی دویم مقام ترلاسه کړی وو.
همدارنګه د ایران نړیواله قاری امین پویا، د روس مقابلو کې ړومبۍ مقام ترلاسه کړی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3354049