د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،دسوریې دباندنیو چارو وزارت په دې خبرې ټینګار سره چې دا ډول جنایتونه په یمن کښې د تیریګرو هیوادونو د ناهیلې او دهغوې د پرله پسې ماتیو ښودنه کوی وویل په الحدیده ښار کښې دسعودی عربستان د وړمې ورځې جنایت جنګی جنایت وو او ددغه جنایت دتعقیبولوضرورت شته .
د سعودی عربستان دتیریګر ائتلاف جنګی الوتکو په تیرې پنجشنبې ورځ دیمن د الحدیده ښار په الثوره روغتون حملې سره کابو شپیته(۶۰) بې ګناه خلک وژلی او څه دپاسه سل (۱۰۰)نور ژوبل کړی وو .
سعودی عربستان د امریکا، انګلستان، متحده عربی اماراتو، اسرائیلو او د اردن وغیره په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن دخلکو پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی او تراوسه یې څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) بې ګناه خلک وژلی او په میلیونو نور یې کډوال کړی هم دی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i75286