د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،د تخار ولایت سیمه ایزو مقاماتو د بریدونو تائيد کړے او ویلي دي چې تاجکي پوله ساتو د درقد ولسوالۍ کې د افغانستان او تاجکستان په شریک ځنګل کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر برید هله شوے چې تیره ورځ د افغانستان او تاجکستان په پوله کې د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو طالبانو او تاجکستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه نښته وشوه. پدې نښته کې ۸ تنه طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور يې ژوبل شوي دي.
د تاجکستان پوله ساتو ځواکونو ددې پيښې نه وروسته د افغانستان په خاوره کې پر طالبانو چې ویل کیږي د نشه يي توکو قاچاق يي هم کاوه هوايي برید کړے دے.
د تخار د پولیسو ویاند ویلي دي په کومه سیمه چې بمبار شوی دی هلته ملکي وګړي ژوند نکوي یواځې د طالبانو پټڼځایونه پکې شتون لري.
طالب ډلې هم دغه نښته او بمباري تائيد کړې ده.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i75949