IQNA

د ايران حقوقدانانو د فرانسوي نشريې لخوا د پېغمبراکرم (ص) په شان کښې سپکاوے وغندۀ

8:06 - September 09, 2020
د خبر لمبر: 3483597
تهران(ایکنا) - ايراني حقوقدانانو د فرانسوي نشريې لخوا د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې له سپکاوي نه ډک اقدام سخت وغندۀ.
د ايران پينځو زرو حقوقدانانو پرون په يوې بيانيه کښې د فرانسوي نشريې چارلي اېبډو دغه ګستاخانه اقدام د لېبرل ډېموکرېسۍ، ماډرن ازم او ماډرن جاهليت يوه بله نمونه وبلله.
په دغه بيانيه کښې راغلي دي، د فرانسوي نشريې دغه شرمناک اقدام د مقدساتو د سپکاوي، نفرت پېدا کولو، د دين او عقائدو د ازادۍ د حق، د بشري حقوقو د اعلانيې د وړومبي او اتلسم موادو او د مدني او سياسي حقوقو د نړيوال ميثاق د نولسمط مادې د دريم بند څرګنده خلاف ورزي ده چې د فرانسې د مطبوعاتو د ازادۍ د قانون د دوه دېرشمې مادې مطابق هم جرم ګڼل کيږي.
ايراني حقوقدانانو تاکيد وکړ، د اسلام د مبين دين په خلاف په نړۍ کښې د هرډول رسنې له لارې د هر ډول کارټون، خبر، تصوير او ليکنه خپرول غندونکې چاره ده او پکار  دے آمرين،مباشرين او عوامل يې په صالحو محکمو کښې محاکمه شي.
تهران راډیو
captcha