IQNA

د حضرت فاطمةالزهرا(س)د شهادت او د آیام فاطمیه په مناسبت تسلیّت ومنئ

15:01 - December 20, 2021
د خبر لمبر: 3485147
تهران (ایکنا) - د ایام فاطمیه په مناسبت د نړۍ درستو پتمنو په تیره بیا داهل بیت علیهم السلام مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وایوو .

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د اسلام  د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د ګرانې لور او د هغه بزرګوار د زړه ټوټې حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها دشهادت د شپو ورځو په مناسبت په درستې نړۍ کې د اهل بیت علیهم السلام  مینه وال آیام فاطمیه لمانځي . په دې مناسبت د ویر او ماتم دستورې جوړیږي او  ویناوال د اهل بیت علیهم  السلام په تیره بیا د  حضرت فاطمةالزهرا د سیرت او مظلومیّت په مناسبت ویناوې کوي او مینه وال ورسره زړونه خړوبوي .

په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو په تیره بیا د اهل بیت علیهم السلام مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت  وایوو.

په دې مناسبت یو په زړه پورې مرثیې یو ویډیوئي کلیپ ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .

 

 

captcha