ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو د سرحدی عسکرو قوماندان ثنا الله سنګین له افغانستان سره د سرحدی ازغن تار د بشپړولوپه اړه د پاکستانیو چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ټینګار وکړ پاکستانی لوری ته به د دغه کار اجازه ورنکړل شی .
د پاکستان د خارجه وزیر شاه محمود قریشی په شمول پاکستانی چارواکو له افغانستان سره په سرحدی سیمه کې د ازغن تار د لګولو د دوام خبر ورکړی دې .
پاکستان وایی چی د افغانستان له پولې ترهه ګر پاکستان کې د وران کارو عملیاتو لپاره داخلیږي ځکه په پوله کې د ازغن تار لګول ضروری دي .