ایکنا د قاف قرآني خبری آژانس له قوله راپور راکړ د کاظمین د مقدس آستان د کلتوری چارو له برخې سره اړونده د قرآن کریم مرکز ،د کاظمین د امامین علیهم السلام په سپيڅلي حرم صحن کې د میرمنو د ټولنې د قرآني زده کړو او ددیني کلتور د پیاوړتیا په خاطر د انجونو لپاره ځانګړی پروګرام ترسره کړ .
په دغه قرآني پروګرام کې د لمانځه د قایمولو ، د وضو او نورو موردونو دزده کولو پشمول شرعي مسئلې، کلتوري ، او دیني برخې شاملې دي . همداراز په دغه پروګرام کې ویناوې هم ترسره شوې او د شرعي بلوغت او اسلامی حجاب ته د انجونو دهڅونې د اهمیّت په باب هم توضیح ورکړل شو.
ددغه روزنیز او تربیّتي پروګرام د ترسره کونکو په وینا،دغه فعالیت د انجونو دملاتړ او د دوي قرآني پوهې د پیاوړتیا او د دوي د حفاظت د ملاتړ په موخې سره د کاظمین د مقدس آستان د دارلانشاء دموخو په اساس ترسره شوي څو د ټولنې د انجونو په ذهنونو کې اسلامی او انساني مفاهیم نقش شي ، ځکه انجونې په راتلونکي کې د یوې ټولنې او کورنۍ د جوړولو اساس دي .