ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، دد افغانستان وضعیّت ، د معدنو ،کرهڼیزو چارو، ریلي چارو او همداراز د سیمې بدلونونو ارزول،د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي او د انرژۍ او اوبو د وزارت له سرپرست سره د افغانستان په چارو کې د ایران دځانګړي استازی د خبرواترو چورلیز ؤ .
د طالبانود خارجه وزارت سرپرست د ایران او افغانستان د چارواکو ترمینځ د خبرواترو په مثبت بللو سره د دواړو هیوادونو داړیکو په پراختیا ټينګار وکړ همداراز د طالبانو د انرژۍ او اوبه خور وزیر هم په دغې کتنې کې د بریښنا او انرژۍ په باب د خپل حکومت سیاستونه تشریح کړل .
د افغانستان په چارو کې دایران د اسلامی جمهوریت ځانګړی استازي کاظمي قمي په دغې کتنې کې د افغانستان د کانونو ، کرهڼې ، انرژۍ او ریلي چارو په برخو کې د پانګونې لپاره د ایران داسلامی جمهوریت چمتووالی اعلان کړ او وې وئيل ، د یوه آباد او باثباته افغانستان شتون د درستو ګاونډیانو او دسیمې د درستو هیوادونو او ولسونو په ګټه دی او دا هاله امکان لري ، چې په دغه هیواد کې کراری وي او خلک هم د طالبانو له واکوالۍ راضي وي .
ځينو کارپوهانو ددغې کتنې مهم چورلیز له هیرمند څخه د ایران د حقابه په باب خبرې اترې عنوان کړي دي .
داپه داسې حال کې دي چې تیره ورځ د طالبانو دموقته حکومت د انرژۍ او اوبه خور وزارت ایران ته هیرمند سین د اوبو دنه رسیدا علت ، تخنیکي مشکلات بللي او وئيلي ئې دي ، هغې معاهدې ته چې د ایران او افغانستان ترمینځ په ۱۳۵۱لمریز کال کې داوبو په باب شوې د ه ژمن دي . دغه وزارت پخپلې اعلامیې کې دغه راز وئيلی دي ، چې دهلمند دسین اوبه ، ایران ته له قصده نه ،بلکې د فني مشکلاتو له امله نه دي رسیدلي. البته ددغې موضوع په باب د ایران او افغانستان د اړونده چارواکو خبرې اترې هماغه راز دوام لري .