IQNA

له افغانستان سره دمرستو ۱۲فیصده مالی سرچینې برابرې شوي

16:35 - February 26, 2022
د خبر لمبر: 3485468
تهران (ایکنا) - ګارډیّن  ورځپاڼې  هم په همداوروستیو کې  په یوه راپور کې د افغانستان د اقتصاد دځوړتیا او د بوږنونکي  انساني غمیزې  دعامل دامریکا بندیزونه بللي دي .

 ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله  راپور راکړ ، په افغانستان کې  د نړیوالو  مرستو د ویشلو پر بهیر د ملګروملتو د بشر دوستۍ د مرستو د غږملونکي ادارې استازې میرمن رینا ګیلاني  ووئیل  ملګرو ملتو دافغانستان له ولس سره د مرستې لپاره، د څلور میلیارډ څلور سوه میلیون ډالري مرستو غوښته کړې وه ، خو تر دې دمه یوازې ددغو سرچینو دولس فی صدي برخه تامین شوې ده .

 هغې دافغانستان په اړمنو او مستحقو خلکو کې دنړیوالو مرستو دعادلانه اوشفاف ویش په ضرورت ټينګار کړی او وئيلي ئې دي ،ملګرو ملتو په دې زمینې کې  یو څارونکی میکانزم تیار کړی دی .

 له بل پلوه  دسره صلیب نړیوالې کمیټې  د افغانستان له خلکو سره دمرستو لپاره د ډيرو هیوادونو په بې پروائۍ نیوکې کړي دي .

 دغې کمیټې پرون  یو ځل بیا  په افغانستان کې د بوږنونکي انساني غمیزې  د رامینځةکیدا په باب خبرداری ورکړی  او وئیلي ئې دي ،نړیواله ټولنه  باید فوري ، د انساني غمیزې  او دبشپړ پاښل کیدا په لور د افغانستان له کاږل کیدا د مخنیوي لپاره  هراړخیز ګامونه پورته کړي .

ګارډیّن  ورځپاڼې  هم په همداوروستیو کې  په یوه راپور کې د افغانستان د اقتصاد دځوړتیا او د بوږنونکي  انساني غمیزې  دعامل دامریکا بندیزونه بللي دي .

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i112782

captcha