IQNA

له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو د عادی کولو رټل د اسلامی وحدت کنفرانس اصلي موضوع ده

16:13 - October 09, 2022
د خبر لمبر: 3486305
ایکنا-(تهران)د مذهبونو دنزدکیت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام  شهریاری  له صیونیسټي غاصب رژیم سره  د اړیکو عادي کیدا او په کلکه ئې رتل د اسلامی وحدت د شپږ دیرشم نړیوال کنفرانس یوه اصلي موضوع وبلله.

ایکنا خبری اژانس راپور راکړ،د مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومی منشي نن سهار  دا سلامی وحدت  دنړیوال کنفرانس د پروګرامونو په باب په خبري کنفرانس کې په پیل کې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) او د حضرت امام جعفرصادق علیه السلام د نیکمرغه میلادپه مناسبت به مبارکۍ وئيلو سره  ووئيل و دحضرت حتمي مرتبت  پاک وجود،پر مځکې ترټولو برکتناکه ورځ او دهغه بزرګوار میلاد ترټولو لوی خبر دی چې  دخلقت له هماغه پیله  دقیامت تر  انتها پورې  آوریدل کیږی.  دهغه بزرګوار مبارک وجود د درستو نړیوالو لپاره  د نیکمرغۍ او لوړتیا لپاره رتټولو غوره آسماني لاره ده او  ددرستو نړیوالو لپاره دنجات ځيری ورکوي.

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې  داسلامی وحدت نړیوال کنفرانس له ننه  د وبینار له لارې پیل شوی ووئيل، ددغه کنفرانس اصلي موضوع  سالامی اتحاد او سوله اوپه اسلامی نړۍ کې  له شخړو اولانجونو او تفرقې ډډه کول دي او دمونږ تمرکز په دغې حوزې کې د عملیاتي او اجرائي لاروچارو تعقیبول دي.

حجةالاسلام شهریاري  دغه راز  جنګ او جهاد  او سوله ، اسلامی ورورولي، له ترهه ګرۍ سره مبارزه ، دیني آزادفکري  او دمذهبی اجتهاد منل ، له تفکیر او افراط پالنې سره  مقابله ، سالامی همدردي اویوزړتوب او له تاؤتریخوالو ډډه کول، داسلامی مذهبونو ترمینځ متقابل احترام  او له ترینګلتیاؤ  او بې احترامۍ او سپکاویو څخه ډډه کول،دسږکال   ددغه کنفرانس اصلي چورلیزونه دي.

 هغه دغه راز ووئيل بې شکه  د سالامی انقلاب اصلی پیغام د مسلمانانو ترمینځ وحدت دی.  دمسلمانانو اتحادیه  د ارواښاد امام  خمیني  یو ابداعي فکر ؤ او دا تعبیر د هغه بزرګوار په ویناؤ کې موجود دی او له هغه وروسته د اسلامی انقلاب ستر لارښود  هم  دوحدت  بحث په  اسلامی  نړۍ کې د یوې چورلیزي موضوع په توګه تعقیب کړی دی او ددغه هدف د پورا کیدا لپاره ئې  داسلامی مذهبونو دنزدیکت نړیواله ټولنه جوړه کړې چې په اسلامی نړۍ کې د وحدت پروسه تعقیبوي.

شهریاري دغه راز ووئيل په سږکال اسلامی وحدت نړیوال کنفرانس کې دشتون لپاره  د اسلامی نړۍ کابو سل شخصیّتونه  شتون ته بللي دی . او په دې به دا فیصله هم وشي ، چې پکار ده سیمه ایز کنفرانسونه هم ترسره شي ، چې په هغو کې د لبنان ، پاکستان ،عراق ، هندوستان او روسیې نامې  په سر کې اخستل کیږي  چې په دغو هیوادونو کې به سږ کال  او په راتلونکي کال کې سیمه ایز کنفرانسونه ترسره شي.

شهریاري دغه راز ووئيل سږکال به په دغه کنفرانس کې د دنیا له شپیتو هیوادونو څخه د دوه سوه بهرنیو ویناوالو او سلو داخلی ویناوالو په حضوري اووبینار له لارې ویناوې ولرو . دغه کنفرانس به په رسمي توګه د چارشنبې په ورځېد اسلامی ایران د ولسمشر په افتتاحي وینا سره پیل شي  او په دوام کې بیا داخلی او بهرني ویناوال خپل نظرونه وړاندې کړي او دهماغه ورځ به مازدیګر به د حضرت  امام خمینی په سپيڅلی حرم کې  ګډون کونکي  دارواښاد امام له لیدتوګو سره دبیَعت لپاره  حاضر شي  او په پنجشنبې ورځې به په بهرنیو میلمنو سره  عمومي غونډه ترسره شي. او دجمعې په ورځ به په پایزې اعلامیې سره دغه نړیوال کنفرانس هم پاي ته ورسیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4090517/%D8

captcha