IQNA

د ملګروملتو ځانګړې استازې افغانستان ته د ځاي متخصص ځواک په ستنیدا ټينګار وکړ

16:51 - October 16, 2022
د خبر لمبر: 3486327
ایکنا-(تهران) د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو ځانګړې استازې د طالبانو د موقته حکومت دلومړی وزیر له مرستیال سره په کتنې کې  دغه  هیواد ته د ځاي متخصص ځواک د ستنیدا پر ضرورت ټينګار وکړ.

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله ر اپور راکړ، د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو د  نمایندګۍ ددفتر(یوناما) مشرې میرمن روزا اوتونبایوا  د طالبانو د موقته حکومت د لومړي وزیر له سیاسی مرستیال محمد عبدالکبیر سره په کتنې کې د افغانستان د پخوانی حکومت له سیاسی شخصیّتونو اومسئولانو سره  دتماس د کمیشن فعالیت ته په اشارې سره  دغه  هیواد ته د متخصصو کسانو پر بیرته ستنیدا ټينګار وکړ.

د یوناما مشرې په دوام کې دې ته په اشارې سره چې ملګري ملتونه هڅه کوي،د ژمي له رارسیدو مخکې  د افغانستان د خلکو لپاره لازمې  او فوری مرستې جلب کړي ، دطالبانو له موقته حکومته وغوښتل ، د افغانستان د  میرمنو اوانجونو لپاره دې د کارکسب اوښونې د لارزیاتو زمینو برابرونکي شرائط فراهم کړي.

 اوتونبایوا همداراز د بیان آزادي او رسندوي فعالیتونه، د حکومت او ملت ترمینځ داړیکو دپیاوړتیا لپاره مهم وبلل او زیاته ئې کړه، په مشترکه توګه کار کوو  څو  افغانستان له موجوده ترینګلتیاؤ وژغورو.

عبدالکبیر هم په دغې کتنې کې  ووئیل دمګړۍ دپخواني حکومت   کابو پنځه لکه متخصصان او حکومتي ځواک  هماغه شان پخپلو دندو کې په کار بوخت دی . هغه  د طالبانو د موقته حکومت په ټول شموله بللو سره زیاته کړه، د افغانستان حاکمه پلاوی ، د شرغي اصولو په چوکاټ کې د ښځو له کار او ښونې سره مخالف نه دی او له شبږم کلاسه د پورته صنفونو د انجونو د ښونځیو د پرانیستو لپاره  هم مشورې روانې دي .

د طالبانو د لومړی وزیر مرستیال  د یوې لوئې مشورتي شورا د ترسره کولو لپاره د چمتووالی خبر ورکړ او وې وئيل ،  د رهبرۍ شورا او کابنیې غونډې  د (دوي په اند) د اسلامی امارت په رهبرۍ سره په سترو مسئلو کې  مشورې  کیږي .  

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/07/24/2788896/%

captcha