IQNA

په افغانستان کې په لسو کې نهه کسان دکافی خوړو دتامینولو توان نه لري

14:39 - October 23, 2022
د خبر لمبر: 3486357
ایکنا-(تهران)په افغانستان کې دخوړو دغه بحران په داسې حال کې دی چې امریکا په افغانستان کې دطالبانو قدرت ته له رسیدا وروسته په چټي پلمو سره دغه هیواد د ولس کابو لس میلیارډډالري شتمنۍ کنګل او مصادره کړي چې ددوي وضعیّت ئې نور هم ترینګلی کړی دی

ایکناخبری آژانس دتسنیم له قوله راپور راکړ،د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پی) نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان ړی دی،په افغانستان کې په هرو لسوکسانو کې نهه کسان کافی خواړۀ نشي برابرولی او مور پلار د خپلو بچیانو لپاره د سالمو خوړو د برابرولو وس نه لري.

د بشری حقوقو دفاع کونکي موسیسې هم په همداوروستیو کې وئیلي دي،په افغانستان کې نولس میلیون کسان په لوړه سویه له خوراکي ناکراریو سره  لاس او ګریوان دي . په دغه راپور کې راغلی دي، یوازې په روان ۲۰۲۲کال کې په افغانستان کې  کابو څلوردیرش زره  ماشومان  په ناوړه خوړو دککړتیا په علت په روغتونونو کې بستري شوي دي.

له بل پلوه  افغانستان د نړۍ دلوږې د ګراپ د لیسټ په انتها کې واقع شوی  دی.د لوږې دنړیوال ګراپ  دترټولو نوي راپور په اساس، افغانستان  د نړۍ په یوسل یویشتو هیوادونو کې،دنړۍ د وږو هیوادونو یوسل نهم ځائیګی خپل کړی دی.په عین حال کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم څه موده مخکې په یوې اعلامیې کې خبرداری ورکړی چې بې وځلي د افغانستان د ښاریزو لپاره یو جدي ګواښ دی.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/08/01/2792385/%D8

captcha