د ملایشیا ددیني چارو وزیر هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې له تیرو شپږومیاشتو راهسې تردې دمه د ملایشیاددیني چارو وزارت په ټول جدیّت سره د سیالیو ددغه پړاؤ د منظمولو په حال کې دی روښانه کړه،سږکال د سیالیو په دغه پړاؤ کې د شتون لپاره څه دپاسه دیرشو هیوادونو ته بلنه ورکړل شوې وه چې دمګړۍ په سیالیو کې د هیوادونو ۲۱ګډون کونکي حاضر شوي دي.
د ملایشیا ددیني چارو وزیر په دوام کې د وحدت او اسلامی انسجام په څير داسلامی ارزښتونو د ساتلو په ضرورت په ټينګار سره ووئيل،تل مو هڅه کړېده څو ددغو سیالیو په ترسره کولو سره دنړۍ له ګوټ ګوټه مسلمانان،قرآن کریم د چت لاندې غونډ کړو او له افراط اوسرزروۍ لیرې،د اسلام او مسلمانانو حقیًقي څیره انځور کړو.
ادریس بن احمد په دوام کې د ملایشیا د قرآن دنړیوالو سیالیو په دوه شپیتم پړاؤ کې د ایکنا دخبری ټيم په شتون په مننې سره دملایشیائي ژبې پشمول ددنیا په مختلفو ژبو د اعتدال اومیانه روئ باندې مشتمل د قرآني محتوا داطلاع رسونواو تولید لپاره ددغې رسندوئې دهلوځلوقدرونهاو منننه وکړه او ددغه هیواد په قرآني پروګرامونو کې په شتون په ملایشیا کې د ایران دکلتوري خونې د اهتمام هم قدرونه وکړه.