IQNA

په سویډ کې د قرآن په سوځولو باندې په اعتراض کې دترکیې په جوماتونوکې غونډې جوړې شوې

16:31 - January 22, 2023
د خبر لمبر: 3486783
ایکنا-(تهران)د ترکیې د دیني چارو د ادارې مشر د قرآن کریم له درستو مینه والو وغوښتلڅو په سویډ کې د قرآن په سوځونې په سخت اعتراض کې دې ددغه هیواد په جوماتونو کې شتون ولري او سخت اعتراضونه او غونډې جوړې کړي.

ایکناخبری آژانس د ترکیې خبري آژانس له قوله راپور راکړ، دترکیې ددیني چارو د ادارې مشر علی ارباش په یولړ څرګندونو کې د قرآن کریم له درستو مینه والو وغوښتل څو په سټاکهم کې دقرآن کریم په سوځیدنې په اعتراض کې دې د ترکیې په ټولو جوماتونو کې دجمې په لماځونو کې غونډې  جوړې کړي او خپل سخت اعتراضونه دې  نندارې ته وړاندې کړي.

ارباش پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  روښانه کړې ده ،د قرآن کریم له درستو عاشقانو او دوستانو څخه غواړم څو په جوماتونو کې په شون سره دې لمونځونه قایم  او د قرآن کریم تلاؤتونه وکړي،داسې چې د قرآن غږددغه هیواد دجوماتونو په نوي زره ګبنسیو کې انګازې وکړي.

ارباش زیاته کړې ده ،راشئ قرآن ولولوو او لمونځ قایم کړو  او دخداي تعالی په درګاه کې مناجات وکړوڅو د قرآن نور درسته نړۍ رڼا کړي.

د ارباش دغه اقدام دسویډ-ډنمارک د یوې افراطي څيرې راسموس پالوډن اقدام ته یو ځواب دی چې تیره ورځ ئې په سویډ کې دترکیې دسفارت په وړاندې دقرآن کریم یوه نسخه سوځولې ده. هغه دغه اقدام ،په سویډ کې د دغه حق د محدودولو لپاره د ترکیې دهڅې په ځواب کې د بیان آزادي ئې نومولې ده ، ترسره کړی دی.

دغه اقدام د ترکیې د چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی داسې چې له ناټو سره د ترکیې د یو ځای کیدا لپاره د خبرواترو د دوام په خاطر  انقرې ته د سویډ د دفاع وزیر سفر لغوشوی دی.

په عین حال کې د سویډ خارجه وزیر دیوه ټولنیز پیغام په خپرولو سره په دغه هیواد کې دبیان دآزادۍ په اهمیّت په ټينګار سره روښانه کړې ده ، دا کار په دې معنا نه دی چې د سویډ حکومت  له بیان شوو درستو نظرونو ملاتړ وکړي. هغه  اسلامی ضد اقدامات وحشتناک  بللي دي.

 https://iqna.ir/fa/news/4116290/%

captcha