ایکناخبري آژانس د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ،په سویډ کې دقرآن کریم د په سوځیدا پسې په هالینډ کې د اسلام ضده او افراطي ډلې پګیدا رهبر اډوین واګنسفلډ هم په یوه بې شرمه او سپک اقدام کې د قرآن کریم یوه نسخه ټوټه ټوټه کړه.
ددغه راپور په اساس د ډيرو له نظره هغه څه چې اوس روان شوي دي، له دې زیات چې یوه شخړه وي،یوډول د تمدنونو جنګ دی او دا لویدیځي تمدن دی چې له نورو تمدنونو سره ئې جنګ ته دنګلي دي
تیرې شنبې ورځې، د سویډ په سټاکهم کې د ترکیې د سفارت په وړاندې یوه سویډ-ډنمارکي افراطي سیاستوال رامسس پالوډن د پولیسوپه امنیت کې او د رسندویو د نمایندګانو په شتون سره د قرآن کریم یوې نسخې ته اور ورته کړ چې په مسلمانو ملتونو او هیوادونو کې ئې دمحکومت،کرکې او غوسې څپه راوالاړه کړه او اوس وار د هالینډ شو چې دغه افراطي او اسلام ضده یهودي هم خپل اصلیّت نندارې ته وړاندې کړ.