ایکناخبری آژانس د ډویجه ولې عربی له قوله راپور راکړ،د سویډ پولیسو ددغې مظاهرې ترسره کیدا مخنیوی، ددغه هیواد پر ملی امنیت د دې د احتمالی اغیزو په دلیل مخنیوی وکړ. په هغو مظاهرو پسې جې په سټاکهم کې د ترکیې د سفارت په وړاندې ترسره شوې وې،په یوې مظاهرې کې د سویډی ډنمارکي افراط پال یهودي مشر راسموس پالوډن د قرآن کریم یوې نسخې ته اور اچولی ؤ. له دغې غمیزې وروسته سویډ له یوه ستر بحران سره مخ شوی دی.
دسویډ حکومت د بیان دآازدۍ د تضمین په پلمه ددغه جنایت دمخنیوي لپاره هیڅ اقدام ونه کړ او په نتیجې کې همدااوس له ترکیې سره دډيپلوماټيک اختلاف په دلیل له ناټو سره د یوځاي کیدا لپاره د خپلې غوښتې دمنلو لپاره له یوه خنډ سره مخامخ شوی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ګواښ کړی دی چې له ناتو سره به د یو ځاي کیدا لپاره د سویډ له غوښتې ملاتړ ونه کړي. انقرې تر دې دمه له ناټو سره دسویډ او فنلینډ دی وځاي کیدا مخه نیولې ده.
په ناټو کې دنوي هیواد د غړیتوب لپاره دناټو ټول دیرش هیوادونه باید د نوي غړي له منلو سره موافقه وکړي.تر اوسه پورې د سویډ اوفنلینډ له غړیتوب سره اته ویشتو هیوادونو موافقه کړې ده او پولینډ اوترکیې ورسره مخالفت کړی دی.
د سویډ چارواکو ددغه هیواد د استخباراتي ادارې له مسئولونو سره له مشورې وروسته ووئيل، غه مظاهره چې مخنیوی ئې وشو ،ملی امنیت ئې ګډوډولی شو،څه موده مخکې ناروې هم د خپل ملی امنیت په ضد دګواښونو په دلیل په دغه هیواد کې د قرآن سوځونې د سپير اقدام مخنیوی کړی ؤ.