IQNA

د پاکستان له پوهنتونونو سره د ایران ددینونو او مذهبونو پوهنتون موافقه لاسلیک شوه

6:55 - February 16, 2023
د خبر لمبر: 3486910
ایکنا-(تهران)د ایران داسلامی جمهوریت ددینونو او مذهبونو پوهنتون د پاکستان له  علامه اقبال او فاطمه جناح پوهنتونونو سره  دملګرتیا تفاهم نامه لاسلیک کړه.

ایکنا دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ،پاکستان ته دایران د دینونو او مذهبونو دپوهنتون  دمشر حجةالاسلام  سید ابوالحسن  نواب  په مشرۍ د یوه پوهنتوني او علمي پلاوي په رسمي سفر کې  پرون  د پاکستان په اسلام اباد کې د  علامه اقبال پوهنتون  په کوربتوب سره د ګډو ملګرتیاؤ د ارزونې په عنوان سره  یوه ناسته ترسره شوه.

 دملګرتیا د دغه تفاهم نامې د لاسلیک  کولو  هدف،د زده کړې د لوړو اورګانونو ترمینځ دارتباط پیاوړتیا او د ایران او پاکستان د پوهنتونونو ترمینخ د علمی پلاؤ او محصیلینو  مبادله  اعلان شوې ده.

 په دغو دستورو کې  د علامه اقبال د آزاد پوهنتون  دمشر ناصر محمود او دحجةالاسلام سید ابوالحسن نواب  له خوا د ایران او پاکستان  دپوهنتونوترمینځ د ملګرتیا  تفاهم نامه  لاسلیک شوه  او لورو د دواړو هیوادونو ترمینځ د پوهنتوني  اړیکو دلاپیاوړتیا  لارې چارې وارزولې.

د علامه اقبال  پوهنتون مشر  د علم اوتحقیقاتو په تولید کې د ایران د اسلامی جمهوریت  د ځلانده ځائيګي  او دتعلیمي ظرفیّت  په ستاینې سره  ووئيل، علامه اقبال پوهنتون هم په ټولنې کې د سواد داندازې د زیاتولو لپاره  دپاکستان په تاریخ کې مهم رول لوبوي .هغه ووئیل، دپاکستان له خپلواکۍ وروسته  ایران لومړنی هیواد ؤ چې پاکستان ئې په رسمیّت وپيژند او  هر دواړه هیوادونه  په ټولو سختو شیبو کې دیوه بل ترڅنګ دي  او په اوسني  وخت کې  د ایران په مختلفو پوهنتونونو او دیني مرکزونو  کې  کابو پنځه ویشت زره پاکستانیان زده کړې کوي.

په پاکستان کې د ایران د سفارت د کلتوری سلایار احسان خزاعي  په ملګرتیا سره د ایران ددینونو او مذهبونو دپوهنتون  دپلاوي غړو  هم په پنډۍ ښار کې  په فاطمه جناح پوهنتون  کې په شتون سره ،ددغه پوهنتون له مشر او علمي پلاوي غړو سره لیده کاته وکړل او وروسته  ددواړو پوهنتونونو ترمینځ  دملګرتیا تفاهم نامه لاسلیک شوه.

ټاکل شوې ده د ایران دغه علمی او تحقیقاتي پلاوی په علامه اقبال پوهنتون، د قاید اعظم پوهنتون او داسلام اباد دسیاسی څيړنو په اکاډمۍ کې  د ایران او پاکستان د اړیکو په عنوان سره څو سمینارونو کې هم ګډون وکړي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i128054

captcha