IQNA

قرآنی سورې/62

الهی قوانینو ته د بې پامۍ په باب د قرآن په زړه پورې مثال

6:24 - February 22, 2023
د خبر لمبر: 3486934
ایکنا-(تهران) د مختلفو نبیانو په کیسو او داستانونو کې داسې ډلې شته چې ځانونه د پيغمبرانو مینه والو او پلویان ګڼي خو په عمل کې دخداوندمتعال په فرمانونو او دپیغمبرانو سپارښتنو ته بې پروا دي؛په قرآن کریم کې داسې کسان ظالمان بلل شوي دي او له هغو  حیوانانو سره ئې تشبیه ورکړل شوې ده چې پيټی وړي.

د قرآن کریم دوه شپيتمه سوره؛ جمعه؛نومیږي. دغه سوره په یولسو آیتونو سره د قران کریم په اته ویشتمې سپارې کې واقع د ه . دجمعې سوره چې یوه مدني سوره ده ،یو سل نهمه سوره ده چې پر پيغمبر اکرم(ص) نازله شوې ده.

د مسلمانانو په اعتقاد سره ،؛جمعه؛ د اونۍ وروستۍ ورځ ده او دغه سوره د جمعې د لمانځه د قوانینو او دهغې د شرائطو او ادابو د بیانولو په سبب ؛جمعه؛ نومول شوې ده.خداي تعالی په دغې سورې کې د جمعې لمانځه اهمیّت بیانوي او  مسلمانانو ته حکم ورکوي،د جمعې لمانځه دترسره کیدا په وخت له پير پلور څخه لاس واخلئ.

دجمعې سوره دوې اصلي موضوعګانې لري، لومړۍ موضوع توحید او دخداي صفتونه او د پيغمبرۍ د ځائيګي موضوع او د معاد مسئله  او  بله د جمعې لمانځه له رغنده پروګرام سره او ددغه لوي عبادت له ځينو ځانګړنو سره اړونده ده.

د جعې سوره دآسمانونو او مځکې له درستو موجوداتو له خوا د خداوندمتعال تسبیح کولو ته په اشارې سره پیلیږی او بیانوي خدای تعالی په عادي  او بې سواده خلکو کې ،داسې پيغمبران خوښ کړي چې په ښو اخلاقو سره دوي هدایت کړي.

همداراز مسلمانانو ته خبرداری ورکوي چې د پيمبر اکرم (ص) د وخت د یهودیانو په څير نه شئ؛ هغه کسان چې د آسماني کتاب او پيغمبر پر خبرو ئې  عمل ونه کړ اووې ښودله چې که څه هم په تورات باندې زباني اوظاهري ایمان لري، خو هیڅ د هغه له معنو او مطلبونو څخه  هیڅ ګټه نه پورته کوي او  دهغو چارپایانو او حیوانانو په شان دي چې  یوازې پیټی وړي.په عین حال کې  دوي خیال کوي چې له خداي تعالی سره خاص دوستي لري ،البته په حقیقت کې دوي ستمکار اوظالمان وبلل شول.

دغه سورذه مسلمانان د جمعې لمانځه په دستورو کې شتون ته هڅوي ،داسې مراسم چې د مسلمانانو د وحدت  او د ټولنې د رهبرۍ او دخلکو ترمینځ دارتباط درامینځةکیدا سبب کیږي. په همدې خاطر په قرآن کریم کې د جمعې په لمانځه کې د شتون لپاره پر آخروي جایزو سربیره، دنیوي جایزې هم مطرح شوي دي.  

یوهغه تر ټولو مهم فرمان چې په دغې سورې کې راغلی دی  دا دی چې کله د جمعې لمانځه دستورې ترسره کیږي،نو بازار او پير پلور پریږدئ او دخداي دیاد لپاره حرکت وکړئ. هغه کسان  چې په دغه فرمان عمل نه کوي، او د خدآي رسول(ص)په داسې حال کې چې د لمانځه خطبه لولوي پریښودلی او پيرپلور ته مخه کوي، رټي ،او دغه چلند  دهغه څه نښه ګڼي چې دغه ډول کسان د خدای د کتاب او دالهي دستورراتو په باب هیڅ پيژندګلوي  نه لري.

captcha