ایکنا خبری آژانس د پاکستان ریډیو له قوله راپور راکړ، د اسلامی ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو د شوراد مشر به توګه پاکستان به نن په نیویارک کې په اسلامی نړۍ کې د میرمنودهویّت او حقوقو درک ؛ په عنوان سره د یوه ورځې سمینار کوربه وي.
دغه سمینار د میرمنو د وضعیّت په باب د ملګروملتو د کمیشن د اوه شپیتمې غونډې ترڅنډې ترسره کیږي.
دغه کنفرانس په اسلام کې د میرمنو د وضعیّت په باب د ادراک او حقیقت ترمینځ د درز د ډکولو لپاره د هڅې په توګه دپاکستان د خارجه وزیر بلاؤل بهټو زرداری دنوښت نتیجه ده .
ددغه کنفرانس هدف له جنیستي ترینګلتیاؤ، تاواني ټولنیزو بداخلاقیو او د مسلمانو میرمنو د توانمنیدا لپاره له کلتوري خنډونو سره مقابله ده او ښئ چې مسلمانې میرمنې څرنګه له ځان سره په اړونده زمینو کې نوي لارې چارې رامینځةکوي او دبدلون د عواملو په توګه عمل کوي.
دملګروملتو د میرمنې د مقام د کمیشن اوه شپیتمه غونډه له دوشنبې ورځې راهسې په نیویارک کې د دغه نړیوال اورګان په مرکز کې پیل شوې ده
د ملګروملتو د اقتصادی او ټولنیزو چارو شورا(Economic and Social Council) یا (ECOSOC) د ملګرو ملتو یو شپږم رکن دی او له اقتصادي اوټولنیزو چارو سره اړونده چارې او د ملګروملتود له تخصصي ورکشاپونو سره اړونده چارو مسئولیت په غاړه لري.د میرمنې د مقام کمیشن ، اکوسوک ټولکې لاندې یو اورګان دی چې په ۱۹۴۶کال راهسې ئې هڅه کوي،دمیرمنو د مشکلاتو او چیلنجونو په حوزې کې غوټه پرانیستونکی شي.