IQNA

په لاهور کې د روژې میاشتې په مناسبت هنري نندارتون پرانیستل شو

14:53 - April 19, 2023
د خبر لمبر: 3487219
ایکنا-(تهران)د روژې دمبارکې میاشتې په مناسبت د خوشخطۍ او نقاشۍ درط ورځنی نندارتون پرون د پاکستان د لاهور ښار په الحمرا هنری مرکز کې پرانیستل شو.

ایکنا د The Nation،له قوله راپور راکړ،دغه درې ورځنی نندارتون د پنجاب صوبې د اطلاعاتو او کلتور د ادارې د سیکرټري علی نواز ملک  په وسیله افتتاح شو.

ملک نواز  لاهور د   هنري شورا د اجرائي مدیرمحمد سلیم په شتون سره ددغې شورا د زحمتونو  قدرونه وکړه او وې وئيل،خوشنویسي په دیني موضوعګانو کې له اساسی  داهمیّته برخمنه ده.

د  لاهور د هنری شورا اجرائي  مدیر محمد سلیم ساغر ووئيل چې دغه نندارتون د لوي اسلامی کلتوری میراث ښودنه کوي.

هغه روښانه کړه،د لاهورالحمراهال،په ټولو اړخونو کې د اسلامی هنر د دودولو هڅه کوي. الحمرا مرکز تل د اسلامی تمدن،کلتور،هنر،خوشخطۍ او د درستې نړۍ د هنر په نورو  حوزو کې  دنورو مهمو موضوعګانو  ملاتړ کړی دی .

د دغه نندارتون د پرانیستې په ورځ د مختلفو پرګنو ډيره زیاتو خلکو شتون درلود.د خوشخطۍ او نقاشۍ په دغه نندارتون کې د یوسل پنځوسو هنرمندانو  کابو دوه سوه هنری آثار  نندارې ته وړاندې شوي دي. دغه نندارتون به سبا یعنيڼ د اپریل په شلمه پاي ته ورسیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4135314/%D8%

captcha