ایکناخبری آژانس راپور راکړ،په داسې حال کې چې په سوډان کې سیاسی بحران او نښتې دوام لري ، صهیونیسټي رژيم د سوډان جنرالان په تل ابیب کې د سوله کونکو تش په نامه ناستې ته بللي دي.د صهیونیسټ رژيم د خارجه وزارت ویندوي په دې زمینې کې وئيلي دي ،اسرائيلو وړاندیز کړی دی چې د سوډان د پوځ د قوماندان عبدالفتاح البرهان او د چټک غبرګون دځواک د قوماندان محمدحمدان دقلو (حمیدتي) ترمینځ په تل ابیب کې د خبرواترو کوربه دي.
دسوډان چارواکو په تیرو څو کلونو کې هڅه کړې ده د امریکا له سیاستونو او غوښتو څخه په پيروئ سره خپل موقعیّت پیاوړی کړي او د امریکا او د هغې د متحدانو له مالی ملاتړونو برخمن شي.په دې لړ کې د سوډان حکومت حاضر شو،له امریکا د ملاتړونو د ترلاسه کولو په بدل کې صهونیسټ رژيم په رسمیّت وپيژني او په دې توګه،د خرطوم او تل ابیب ترمینځ مناسبت تينګ شول.
د افریقا لویه وچه په تیره بیا د سوډان په څير هیوادونه د سټراټژيک موقعیّت او د بډائ کانونو او سرچینو د درلودلو په دلیل لسیزې کیږي د اسرائيلو د توجه په شیشت کې راغلي دي او صهیونیسټيتل هڅه کړې ده،په مختلفو موقعیّتونو کې ددغو هیوادونو د نفوذ لرونکي چارواکي دخپلې خوښې وړ موخو په خاطر په نظر کې ونیسي ، داسې چې د سوډان په ویشلو او د جنوبی سوډان په جوړولو کې هم د اسرائيلو د پلۀ پل ترسترګو کیږي.له سوډانه د جنوبی سوډان د جلا کیدا په وخت کې د ملګروملتو د کارپيژاندو راپور هم ددې ښودنه کوله چې صهیونیسټي رژيم جنوبی سوډان ته د وسلو په صادرولو سره ، په دغه افریقائي هیواد کې د داخلی جنګ د لااوږدیدا لامل شوی ؤ، یو داسې جنګ چې په نهایت کې د سوډان دو یشل کیدا سبب شو.
په الجزایر کې د سوډان د وخت سفیر عصام عوض متولي، صهیونیسټ رژیم دجنوبی سوډان د جلا کیدا اصلی عامل بللی او وئيلي ئې د ي،اسرائيل له سوډانه د ډارفور او څو نورو سیمو د جلا کولو نیّت هم درلود،چې البته بریالی نه شو.
په ورستیو څو کلونو کې ، اسرائیلو په افریقا کې د نفوذ دزیاتولو لپاره خپلې هڅې ته دوام ورکړی دی او سیاسی اواقتصادي بحرانونو ته په پام سره ،سوډان سوډان، د تل ابیب لپاره لالوړ سټراټژيک اهمیّت لري. په دې لړ کې دډویچه وله ټیلیکس په یوې مقالې کې لیکلي دي،سوډان د تل ابیب لپاره ډير زیات سټراژيک اهمیّت لري. اسرائيل په هغې سیمې کې واقع شوي چې له مصر،جنوبی سوډان ،یوګینډا او اریټیریه سره نزدې ارتباط لري او تل ابیب د خپلو همتړونونو په صف کې د سوډان په واردولو سره په افریقا کې دخپل نفوذ لمن پراخولی شي.
البته په سوډان کې د اسرائيلو نفوذ په دغه هیواد کې له پراخو اعتراضونو او غوسې او کرکې سره هم مخ شوی دی.
د سوډان د سیاسی چارو یو کارپوه او شناندی ولید العوض وائي ؛ له اسرائيلیانو سره د برهان تعاملات به د مصیبت راپنځونکي سناریو انځورونکي وي. او دکینو،حسدونو او درزونو لمن پراخوي او په داخل کې به د ملی ائيتلافونو د لارې د نقشې پر احیاء باندې منفي اغیزې ولري.
په وروستیو میاشتو کې په سوډان کې بهرنیو لاسوهنو،په دغه هیواد کې شرائط ډیر ترینګلی کړي دي . تردې چې اوس په دغه هیواد کې د پوځ او وسلوالې ملیشیه تریمنځ د خونړي جنګ څه دپاسه دوه اونۍ تیریږي ، دا سې جنګ چې د اسرائيلو لپاره به لاره لا هواره کړي،داسې چې ډیری شناندي په دې اند دي چې ددغه جنګ تر پردې شا صهیونیسټي رژیم دی.
د سوډان ډيری شناندي او کارپوهان خبرداري ورکوي ،د سوډاني جنرالانو ترمینځ نښتې د سوډان د ویشل کیدا او د هغو بیلتون غواړو ډلوټپلو د پروګرام د تحقق سبب کیدلی شي چې د اسرائيلو او امریکا د سټراټژۍ په لړ کې فعالیت کوي.
په تل ابیب کې د تش په نامه پخلاینې رامینځةکونکي ناستې کې د سوډان د ښکیلو جنرالانو د بلنې لپاره داسرائيلو نمایشي اقدام په یوه اسلامی هیواد کې د نفوذ د پراختیا لپاره د صهیونیسټانو د یوې بلې هڅې ښودنه کوي. هغه هم د رود نیل په آبی حوزې کې او د افریقا په یوې مهمې سبیمې کې شمیرل کیږی.