ایکنا د الیوم السابع له قوله راپور راکړ د جرمنی د جرم دمخنیوي ادارې په ۲۰۲۲کال کې په دغه هیواد کې پر جوماتونو د حملو دشمیر په باب خپل کلنی راپور خپور کړ.
ددغه کلني راپور په اساسو تیره کال د جرمني د جوماتونو په ضد ۶۲حملې ثبت شوي دي چې په ۲۰۲۱کال دشوو حملو په نسبت د ۵۴زیاتو حملو یعني څوارلس فیصدي زیاتوالي ښئ.
په دغه راپور کې ټينګار شوی دی چې دغه زیاتره حملې د افراط پالو او زوړ پالو ګوندونو سره د اړونده کسانو یا ډلو په وسیله شوي دي.
د جرمني د مسلمانانو مرکزی شورا هم پخپل وار وئيلي دي ، په کلني راپور کې ذکر شوي حملې له حقیقي موردونو څخه لا کمې دي ځکه چې ځیني داسې حملې هم شته چې اړونده ادارو راپور کړي نه دي.
د مصر دالازهر له افراط پالنې سره د مقابلې څانګې ددغه راپور په خپریدا په غبرګون کې ټينګار وکړ، له اسلام ویرونې سره مبارزه د زوړپالو ډلو ټپلو په ضد د سختو تدبیرونو غوره کولو او په ټولنې کې د ګډ سوله ایز ژوند او د یوشان لیدتوګود دودولو دوه برابره هڅې ته ضرورت دی .
دغه مرکز تر اوسه پورې دمسلمانانو او دهغوي د مقدساتو په ضد د ښي پالو دحملو د زیاتیدا او په ویناؤ او ټولنیزو چینلونو کې د مسلمانانو په ضد د دوامدارو لمسونو په زیاتیدا مشتمل ډير راپورونه خپره شوي دي.