IQNA

د سویډن د شیانو بایکاټ په پاکستان کې دټویټر په لومړنی ټرینډ بدل شو

6:51 - July 03, 2023
د خبر لمبر: 3487572
ایکنا-(پاکستان) دا لومړې ځل ندې چی د سویډن هیواد د بیان د ازادۍ په پلمه د مسلمانانو پرضد دغه ډول سپکونکی او شرمونکی اقدام تکراروی .تیر کال هم په سټاک هوم کې د ترکیې د سفارت په وړاندی دغه غیر انسانی اقدام ترسره شوی وو .

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په سویډن کې د قران کریم د سوزولو د شیطانی اقدام پرضد د غندنو په دوام سره د سویډنی شیانو بایکاټ هشټیګ په پاکستان کې دټویټر په لومړنی ټرینډ بدل شو .

راپورونه ښئ چې د  پاکستان د اسلام اباد،لاهور پنډۍ فیصل آباد کراچۍ  او پيښور پشمول په لسګونو سترو او واړو ښارونو کې په سویډ کې  دقرآن کریم دسپکاوي په ضد سترې مظاهرې شوي  اود پاکستان مسلمان ولس حکومت ته ګواښ کړی چې دسویډ سفیر دې سملاسی له هیواده وشړي او د سوید دمحصولاتو او شیانو بایکاټ دې وکړي.دوي همداراز پر اسلامی امت هم غو وکړ چې په خود کې دې شي او د افراط پالو په ضد دې یو موټی دریځ غوره کړيږ 

د جون په ۲۸نیټه د سلوان مومیکا په نامې یوه عراقي توکمه سویډي ښاریز په سټاک هم کې د د قربانۍ دلوي اختر  دچټیانو په لومړنۍ ورځ ددغه ښار  دیوه مرکزی جومات په وړاندې  د قرآن پاک یوه نسخه وشلوله او بیا ئې ورته  اور  واچوؤ.

دا لومړې ځل ندې چی د سویډن هیواد د بیان د ازادۍ په پلمه د مسلمانانو پرضد دغه ډول سپکونکی او شرمونکی اقدام تکراروی .تیر کال هم په سټاک هوم کې د ترکیې د سفارت په وړاندی دغه غیر انسانی اقدام ترسره شوی وو .

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i135186

captcha