IQNA

قراني سورې/91

په شمس سورې کې ددخداوند متعال يولس سوګندونه

7:06 - July 04, 2023
د خبر لمبر: 3487573
ایکنا-(تهران) سوګند یا قسم خوړل هغه مهال پيښږي چې ټاکل شوي وي یوه مهمه مسئله مطرح شي؛د قرآن کریم په یوې سورې کې خداوندمتعال پرله پسې یولس قسمونه کوی او له دې وروسته یوه موضوع مطرح کوي چې ډيره مهمه  ده .

د قرآن کریم یو نیمه سوره ؛شمس؛نومیږي.دغه سوره په پنځلسو آیتونو سره د قرآن کریم په دیرشمې سپارې کې واقع ده .؛شمس؛ چې یوه مکي سوره ده، د نزول په ترتیب کې شپږویشتمه سوره ده چې پر ګران پیغمبر(ص)نازله شوې ده.

د ؛شمس؛ کلمه په قرآن کریم کې 34 ځله راغلې ده ، ددغې سورې په پيل کې چې خداوند کریم  ورباندې لوړه کړې ،او په همدې دلیل  دغه سوره؛شمس ؛نومول شوې ده .

ددغې سورې په پيل کې خدای تعالی یولس سوګندونه یاد کړي دی چې په یوې سورې کې ترټولو زیات سوګندونه یا قسمونه دي .دغه لوړې په اوو لومړنیو آیتونو کې راغلي ا و په دغو قسمونو کې پر ؛لمر ؛،د لمر پر وړنګو یا تادوخې؛،پر هغې میاشتې چې له لمر وروسته راپورته کیږي؛، په هغې ورځې چې رڼا کیږی؛،په هغې شپې کې تورتمه کیږي؛،آسمان؛،؛ پر هغه چا چې آسمان ئې غوړلوی دی ؛ پرمځکې ،پر هغه چا چې مځکې ئې پرشانه کړې ده ، پر نفس، او پر هغه چا چې  نفس ئې پنځولی دی.

د پرله پسې سوګندونو  دلیل هم دا دی چې دلته یو مهم مطلب مطرح شوی دی .د آسمانونو او مځکې او د لمر او د میاشتې هومره لوی مطلب دی. د قرآن د لوړو په باب وئيل شوي دي دغه قسمونه دوه موخې لري، لومړۍ دهغه مطلب د اهمیّت ښودل   چې له لوړې  وروسته مطرح کیږی او دهم  د هغې موضوع اهمیّت چې ورباندې لوړه شوې ده. 

شمس سوره  دنفس په پاکوالی ټينګار کوي او د نفس پاکوالی د نجات لپاره یوه وسیله او د هغه ناپاکي،د ناامیدئ لپاره دلیل ګڼي . ددغې سورې آيتونه  هغه ټکی یادوي چې انسان  دخداي او باطني پيژندګلوۍ لپاره  له بدو کارونو ښه کار مشخص کوي اوکه وغواړی، کامیاب شي، نو باید خپل باطن پاک  کړي او دنیکو کارونو په ترسره کولو سره ، ورته وده ورکړي او وې روزي، که داسې نه وي نو خوشبخطۍ ته نه رسیږی . د مثال لپاره د ثمود قوم کیسې ته اشاره کوي  چې خپل پیغمبر ته دبې توجهئ په خاطریعنی حضرت صالح ته د بې پامۍ او دهغه د اوښې د وژلو په خاطر چې یوه الهي معجزه وه، په سخت عذاب ګرفتار شول.

په یوه روایتو کې راغلي دي ،چې  له حضرت امام جعفر صادق (ع)څخه ددې سورې په باب وپوښتل شول چې وې فرمائيل؛ لمر ؛ پيغمبر دی  چې خداوندمتعال د هغه په وجود کې د خلکو دین ښکاره کړی او میاشت ،امیرالمومنین  امام علی علیه السلام  دی چې د پيغمبراکرم(ص)له علمه برخمن  دی او شپه،ستمکار رهبران او پاچایان دی ،؛ورځ ؛ هغه رهبران اولویان دی چې د دین په لاره کې روښانونې او لارښونې  کوي.

captcha