ایکنا خبری آژانس د الوفاق ویب پاڼې له قوله راپور راکړ، د مسلمانانو او دهغوي د مقدساتو دسپکاویو په باب د سویډ دحکومت داقداماتو په غبرګون کې په پاکستان کې د ټولنیزو چینلونو فعالانو د کرکې اوغوسې څپه هماغه راز دوام لري.
په دې لړ کې په ټویټر ټولنیز چینل کې د پاکستان د یوه غوره سیاستوال عبدالعلیم خان په وړاندېز سره دسویډي محصولاتو د بایکاټ کمپاین پیل شو او له دې وروسته ،دغه نوښت د ټولنیزو چینلونو دکارؤنکو د ستاینې او مثبت تعامل سره مخ شو. داسې چې د سویډ محصولات بایکاټ کړئ ،په عنوان سره هشټګ د پاکستان د ټوئيټر ټرنډونو په سر کې راغلی او کارؤؤنکو له دې لارې په سویډ کې دترسره شوي سپک اقدام په محکومیّت کې خپله چغه پورته کړه.
په پاکستان کې د توئيټر کارؤنکو د قرآن کریم دسپکاوي کونکي افراطي ملحد سره دسویډ دپولیسو په ملګرتیا خپله سخته غوسه او کرکه نندارې ته وړاندې کړه او د سویډ د حکومت اقدام ئې چې داسلامی مقدساتو ته په سپکاوي سره وشرمید،په سخته محکوم کړ.
د پاکستان ډيپلوماټيکو ادارو ، مشرانو ،حکومتي چارواکو ، او ددغه هیواد دسیاسی اومذهبی ډلوټپلو مشرانو اوفعالانو اسلامی مقدساتو په ضد دغه سپک اقدامات چې په سویډ کې ئې د قرآن کریم په سوځولو سره ځانونه ئې بې پردې کړي دي ،سخت محکوم کړی او د ملګروملتو پشمول له نړیوالې ټولنې ئې غوښتي دي ، د اسلام ضده پروسې زیاتونکو مسئولو حکومتونو ته دځواب وئيلو لپاره دې اغیزشیندونکي اقدامات غوره کړي.
د پاکستان خارجه وزارت د تیرې پنجشنبې په ورځې په سویډ کې د قرآن کریم د سپکاوي کونکي اقدام په محکومولو سره دغه اقدام د بیان له آزادۍ سره په توپير کې وباله او پر نړیوالې ټولنې ئې غږ وکړ څو د الهي دینونو د توپير پلویانو ،توکمپالو او اسلام ضده بهیرونو په ضد دې اغیز شیندونکي ګامونه پورته کړي.