IQNA

قرآني سورې /93

په ضحی سورې کې یتیمانو ته د قرآن کریم ځانګړی پام

15:46 - July 08, 2023
د خبر لمبر: 3487592
ایکنا-(تهران) په ټولنې کې یوه داسې ډله ژوند کوي ،له دې پرته چې وغواړي ،خپل پلار یا مور له لاسه ورکړي، او له روحي پلوه مرستې او توجه ته اړتیا لري. قرآن کریم  یتیمانو ته خاص او ځانګړي پام بانې ډير زیات ټينګار کوي چې ځیني برخې ئې په ضحی سورې کې بیان شوي دي.

د قرآن کریم درې نویمه سوره؛ضحی ؛نومیږي. دغه سوره په یولسو آیتونو سره د قرآن کریم په دیرشمې سپارې کې واقع ده ؛ضحی؛ یوه مکي سوره ده او د نزول په تربیب کې نولسمه سوره ده پر ګران پیغمبر(ص) نازله شوې ده .

؛ضحی ؛ د ورځې پيل او د لمر د وړانګو د راپورته وخت رڼا خوریدا ته وئيل کیږي. دغه کلمه ددغې سورې په لومړي آیت کې راغلې ده ، په همدې خاطر ؛ضحی ؛ نورمول شوې هم ده.

دغه سوره درې برخې لري، لومړئ برخه ئې د لوړې پورته کول اود اسلام له پيغمبر څخه پر ملاتړ ټينګار ،دوهمه برخه ئې هم ،دالهي نعمتونو شکر کول او دریمه برخه ئې د اخلاقي او اجتماعي درو حکمونو بیانول   یعني ،له یتیمان سره مهرباني کول، له اړمندو سره  مرسته کول او د خداي دنعمتونو یادول دي .

دا یوه هغه سوره ده چې په یوځاي پر پیغمبراکرم (ص)نازله شوې ده .تر یوې مودې پورې د اسلام پر پيِغمبر(ص) کومه سوه وحي شوي نه وه  او کافرانو  هغه  ته پيغور کاوه چې خداي تعالی پریښودلی دی. په دغه شان شرائطو کې  ضحی سوره نازله شوه . ضحی سوره پيغمبر ته خبر ورکوي چې خداي تعالی  ته پريښودلی نه ئې. بیا نو د پیغمبر(ص) لپاره د پروردګار نعمتونه بیانوي.

ضحی سوره په دوو سوګندونو سره پیلیږي،؛ د ورځې رڼا او شپه هغه مهال چې آرمښت وي او تورتم خور شي. پیا  پیغمبر اکرم (ص) ته دا خبر ورکوي چې  خدآي هیڅکله هم   نه ئې پریيښودلی  او دا ښه خبر ورکوي چې خداونتدمتعال به د هغه په اختیار کې ډير زیات نعمتونه  ورکړي، تر دې چې هغه ورباندې راضي او خوشاله شي.په ترټولو وروستۍ برخې کې ، د پيِغمبر اکرم (ص)  د ژوند تیر او اوسنی وخت یادوي  چې خداوندمتعال څرنګه پر هغه لطف او مهرباني او رحمت کړی دی او د ژوند په ترټولو سختو شیبو کې ئې  د هغه ملاتړ کړی دی؛ په همدې خاطر په وروستیو آیتونو کې هغه ته حکم ورکوي، دهغو نعمتونو په خاطر چې خدای تعالی هغه ته په اختیار کې ورکړي او له خداوندمتعال څخه دمنننې لپاره له یتیمانو او فقیرانو سره مهرباني وکړي او  نورو ته دخداي تعالی نعمتونه بیان کړي . 

ددغې سورې په شپږم آیت کې  د اسلام دګران پيغمبر یتمیم شونې ته اشاره شوې ده .پهمجمع البیان او تفسیران تفسر  کې   د پیغمبر اکرم د یتمیم شونې دوه احتمالونه بیان شوي دي. لومړی دا چې پيغمبر اکرم خپل پلار  له لاسه ورکړی دی . دهغه څه په اساس چې روایت شوي دي ، د اسلام د ګران پیمبر(ص) پلار عبدالله دی  چې دنیا ته د هغه له رتلو مخکې او یا  د خپل بچي له زیږیدا لږ وخت وروسته هغه لهدنیا سترګې پټې کړي دي. همداراز په شپږ کلنۍ کې  ئې  مور او په اته کلنۍ کې خپل نیکه حضرت عبدالمطلب هم له لاسه ورکړ.

البته د یتیم  شونې دوهمه معنا  بې مخینې او خاض شونه ده ددې په څير چې  خاص او بې مخینې  مروارید ته ؛ دُر یتیم ؛ وئيل کیږي.

captcha