IQNA

په غدیر اختر کې په علوی حرن مې څه دپاسه درې مییون زیارتوال غونډ شول

16:13 - July 08, 2023
د خبر لمبر: 3487593
ایکنا-(نجف اشرف) د عراق په نجف اشرف کې د علوی مقدس آستان  دټيکالوجۍ او اطلاعاتو  د  ادارې رسمي احصائې ،دغدیر د  نیکمرغه اختر په  وخت کې د حضرت امام علی علیه السلام  د سپيڅلی حرم د زیارتوالو شمیر څه دپاسه درې میلیون کسان اعلان شوی دی.

ایکنا د میډل ایست  نیوز د ویب سایټ له قوله راپور راکړ، په نیکمرغه اختر کې د امام علی علسلام په سپيڅلي حرم کې  څه دپاسه  درې میلیون خلک غونډ شوي دی.

د علوی آستان  د رسندوئي برخې مشر حیدر رحیم  ووئيل د مقدس حرم تخنیکی ادارو د زیارت له بیلیدا څخه تر ماښام پورې څه دپاسه درې میلیون زیارتوال ثبت  کړي دي.

هغه زیاته  کړه ، د عراق له داخل او بهره  ډير زیات زیارتوال ورغلی دی  او هماغه شان دغه بهیر دوام لري.

د ویلو ده دعلوی آستان  خادمان  د یو زر پنخه سوه افتحاري آغلو  خادمانو په مرستو سره  زیارتوالو ته مختلف خدمتونه وړاندې کوي.  

https://iqna.ir/fa/news/4153332

captcha