IQNA

د پيغعبرانو روزنیزه روده؛ابراهیم(ع)/12

په لارښونې کې د حضرت ابراهیم(َع)روده

7:22 - July 11, 2023
د خبر لمبر: 3487609
ایکنا-(تهران) حضرت ابراهیم علیه السلام د یوه الهی نبي په توګه  له یوې خاصې روزنیزې رودې څخه استفاده کړې ده چې  اصل ئې  د هغوغیراخلاقي چلندونو په اپوټه په عمل کونې کې دی چې د انسان لپاره عادت شوی دی.

 د نبیانو په تیره بیا دحضرت ابراهیم(ع) په سیرت کې یوه روزنیزه  او تربیتي روده ،د دودو غیر اخلاقي چلندونو په اپوټه عمل کول دي.یعني کله څوک تشخیص ورکړي چې خپل یا د بل چا باطن بد اخلاقي لري، نو نو باید داسې چلندونه  یا عملونه پیاوړي کړي چې  دهغو بد ا خلاقو په خلاف دي.

د مثال په توګه،که انسان پوهیږي چې د هغه په باطن کې د غرور صفت موجود دی،باید په عمل کې دومره متواضع ووسي چې  دوخت په تیریدا سره غرور له مینځه لاړشي.

روزونکی یا استادباید  په هغه بداخلاق چې د هغه د شاګرد په باطن کې  په کامل شکل سره رامینځةشوی ،خبر ووسي.،هغه مهال  په حکم د هغه په اپوټه عمل کول ، لامل کیږی چې  هغه بد اخلاقي ،سوکه سوکه کمزوري شي ، تر دې دچې په بشپړ ډول له مینځه لاړه شي.

په قرآن کریم کې هم دغې روزنیزې رودې ته اشاره شوې چې ،د قرآن کریم د فصلت سورې په 34 آیت کې فرمائيل شوي دي؛  وَ لا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَ لاَ السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتي‏ هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذي بَيْنَكَ وَ بَيْنَهُ عَداوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَميمٌ ؛ نیکی او بدی هیڅکله هم یو شان نه دي،بدي په نیکۍ سره ختم کړئ، ناڅاپه (به ووینئ) هماغه کس چې د تا او د هغه ترمینځ  دښمني ده ، ګواکې یو صمیمي او ښه دوست دی ؛::

ددغه آیت په اساس  انسان باید بد کار ته ، د هغه په ضد عمل سره یعنی په ښه والی سره ځواب ورکړي، او د مقابل د جهل انداز د هغه په ضد کار سره ،یعني پخپل علم سره په ښه کار بدل کړي.

په قرآن  کریم کې دوه مثالونه  مطرح شوي دی ،چې حضرت ابراهیم (ع)له دغې روزنیزې رودې د مشرکانو او کافرانو په وړاندې استفاده کړې ده .

  1. د نمرود په وړاندې ؛ آیا نه د ولیدل (او نه ئې خبر)له هغه چا (نمرود) چې له ابراهیم سره د هغه د پروردګار په باب ئې بحث او خبرې وکړې.؟ځکه  خداوندمتعال هغه ته حکومت ورکړ ی ؤ؛( او د کم ظرفیتئ له امله، د غرور هوا مست کړی ؤ) کله چې ایراهیم ووئیل،زما خدای هغه څوک دی چې ژوندی کول او مړکول کوي . هغه ووئيل،  زه هم ژوندي کول او مړکول  کوم !( او ددغه کار د اثبات او په خلکو کې د شک د رامیځةکولو  لپاره ئې حکم ورکړ، دوه بندیان حاضرکړل،د یوه دخوشی کولو او د بل د  وژلو حکم ئې ورکړ) ابراهیم ووئيل، خدای تعالی لمر له ختیځه راپورته کوي، (که رښتیا وائې،چې پر نړۍ واکمن ته ئې )نو لمر له لویدیځه راوګرځوه.(دلته وه ) هغه کافر کس ،حک بک پاتې شو او  خداوندمتعال  ستمګر قوم نه هدایتوي.(بقره سوره -258)

دغه آیت ته په پام سره نمرود ادعا کوله چې د انسانانو د مرګ او ژوند  اختیار له هغه سره دی .البته حضرت ابراهیم (ع) په یوې هوښیارې اوځيرې جملې سره سبب کیږي چې نمرود  په مغلطې سره حقیقت نشي پټولی. ایراهیم علیه السلام له نمرود سره داسې خبرې کوي ګواکې حاضر دی د  نمروز خدايي ومني ، خو  دخدای تعالی د ځانګړنو په بیانولو سره له نمروده غواړي چې داسې وکړي څو  دهغه بې وسي هغه وآخوا ته وکاږي.  

  1. د آزر په وړاندې؛

« قالَ أَ راغِبٌ أَنْتَ عَنْ آلِهَتي‏ يا إِبْراهيمُ لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ وَ اهْجُرْني‏ مَلِيًّا قالَ سَلامٌ عَلَيْكَ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّي إِنَّهُ كانَ بي‏ حَفِيًّا ؛ آزر ووئيل، اې ابراهیمه! آیا ته  زما له معبودانو مخه اړوې؟  که له  دغه کاره لاس وانخلې ،نو سنګسار به دې کړم، او د اوږدې مودې لپاره  له ما لیرې شه(مریم سوره- 46-47)

أیت الله ناصر مکارم شیرازي په تفسیر نمونه کې  ددغو دوو آیتونو په باب لیکي، په حقیقت کې ابراهیم د آزر د ګواښ او تاؤتریخوالي په مقابل کې د هغه په اپوټه اقدام وکړ او د هغه لپاره ئې د استغفار کونې وعده او د  پروردګار د بخښنې  غوښتنه وکړه.  

captcha