ایکنا د آناتولي له قوله راپور راکړ، د سویډ اسلامی اتحادئې په سټاکهم کې د صهیونیسټ رژيم د سفارت په وړاندې د انجیل او تورات سوځولو ته دسویډ د پولیسو د مجوز ورکول په سخته محکوم کړل.
اروپائي رسندویو پرون اعلان کړی چې دسویډ پولیسو د جولائي په پنځلسمه نیټه یعني نن د اسرائيلو د سفارت په وړاندې د انجیل اوتورات دنسخو دسوځولو لپاره دیوه بې هویّته کس له غوښتنې سره پخلا شوی دی.
داپه داسې حال کې دي چېذ دوه اونۍ مخکې هم ددغه ښار د مرکزي جومات په وړاندې د یوه افراطي کس په لاس دقرآن کریم یوه نسخه سوځول شوې ده چې د اسلامی هیوادونو او غیر اسلامی هیوادونو او اورګانونو دمحکومیّت څپه ئې راولاړه کړې وه .
د سویډ د اسلامی اتحادئې مشر طاهرآکان له آناټولي سره په خبرو کې ووئيل، باید په سویډ کې د مقدسو کتابونو د سوځولو اجازت ورنکړل شي.هغه په دې په ټينګار سره چې په سویډ کې له دغه ډول لمسؤنکو اقداماتو سره نرمښت ښه خبره نه ده ووئيل، مونږ د تورات او انجیل کتابونو د سوځولو دغه لمسؤنکي اقدامات چې ټاکل شوې نن وسوځول شي ، په کلکه محکوموو.
د سویډ داسلامی اتحادئې مشر دغه راز ټينګار وکړ،مونږ مسلمانان د مقدسو کتابونو سوځول او ورباندې تیری په سخته محکوموو او دا باید د نفرت دخورولو یو لوي جنایت وبلل شي.