ایکنا د ایرنا له قوله راپور راکړ،د ایران او پاکستان اړیکې له پخوا راهسې په مختلفو برخو کې مخ په وده دي او پاکستان د ایران د یوه ګاونډي هیواد په توګه له عراقه وروسته په څه د پاسه نهه سوه کلومیټر و پورې د مځکنۍ پولې په درلودلو سره له ایران سره ترټولو اوږده ګډه پوله لري.
د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي په تهران کې د پاکستان د پوځ له مشر قوماندان جنرال عاصم منیر سره په کتنې کې د ایران او پاکستان په سرحدونو کې پوله ایز امنیتیي چیلنجونه ، د مسلمانانو ترمینځ دخونړیو تفرقو د رامینځةکولو لپاره د سلطې د نظام خطرنا ک سیاستونه وبلل.
سردار سلامي ووئيل، سپاه پاسداران چمتووالی لری چې د پاکستان د پوځ په مشارکت او ملګرتیا سره ددواړو هیوادونو امنیتی پولې له امینتی وضعیّته تیرې کړي او په اقتصادي پولو ئې بدلې کړي .
هغه همداراز ددواړو هیوادونو په پولو کې له امنیتی ګواښونو او ترهه ګرو ډلګیو سره د مقابلې په موضوع کې د ملګرتیاؤ دپراختیا لپاره د ظرفیّتونو او چمتووالو د لوړتیا پر اهمیّت په ټينګار سره ووئيل، د تعاملاتو ،ملګرتیاؤ او د ګډو اقداماتو په پراختیا سره به د ترهه ګرو ډلګیو ژوند تریخ کړو او ددواړو هیوادونو په سرحدي سیمو کې تل پاتې امنیت به ټينګ کړو.
د پاکستان د پوځ مشر قوماندان جنرال عاصم منیر هم په دغې کتنې کې ایران ته په سفر د خوښۍ په ښودلو سره د دواړو هیوادونو د امنیتي او دفاعي تعاملاتو د زیاتیدا په اهمیّت باندې په ټينګار سره ووئيل، پاکستان د دواړو هیوادونو په ګډو پوله ایزو سیمو کې دترهه ګرو عناصرو د فعالیتونو او شتون او دناامنیو د مشکل دحل لپاره تیار دی ، خپل مینځۍ ملګرتیاوې پیاوړي کړي او له اوسني وضعیّته د تیریدا او ددواړو هیوادونو دخوښې وړ په نورو زمینو کې د پرمختګ تر ټولو مناسبې لارې چارې وکاروي .د پاکستان دپوځ مشر قوماندان دغه سفر د شهید جنرال قاسم سلیماني د خاطراتو یادوونکی وباله او روښانه ئې کړه، د ایران او پاکستان ددوو ملتونو ګډ ټکي چې د اسلام په مکتب کې جرړه لري، په مختلفو اړخونو کې ددواړو هیوادونو د اړیکو او ورورولۍ او اتحاد دپراختیا لپاره پیاوړي پشتوانه ده.
د پاکستان د پوځ مشر قوماندان جنرا ل عاصم منیر چې پرون دیوه لوړ روتبه پوځي پلاوي په مشرئ تهران ته سفر راغلی ، د ایران د پوځ له لوي درستیز سردار محمد باقري او د د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ عمومي قوماندان سردار عبدالرحیّم موسوي سره ئې هم لیده کاته کړي دي.