ایکنا د یو نیوز له قوله راپور ورکوي چې، په سویډن او ډنمارک کې د قرآنکریم د سپکاوي په اعتراض کې مسلمانانو د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوې مظاهرې په کولو سره، د دغه عمل پروړاندې خپله غوسه څرګنده کړه.
په ډنمارک کې څو تنو کسانو په کوپنهاګن کې د عراق د سفارت مخې ته د قرآنکریم نسخې ته په اور اچولو سره، د کلام الله مجید سپېڅلي مقام او د عراق بیرغ ته سپکاوی وکړ.
یوې ډلې چې ځانونه د ډنمارک وطن پالونکي بولي، تېره اونۍ هم ورته عمل ترسره کړ او جزئیات یې په ژوندۍ بڼه پر فیسبوک خپاره کړل، چې دې پېښې د عراقیانو په ګډون، د اسلامي هېوادونو د غصې څپې هم راوپارولې، چې له تېرو څو ورځې راهیسي د دغه هېواد په پلازمېنې او بېلابېلو ښارونو کې د اسلامي مقدساتو د سپکاوي د غندلو په موخه مظاهرې وشوې.