IQNA

اروپائي مسلمانان له اسلامه د ویرونې له پروسې سره دمقابلې لپاره مستندفیلمونه جوړوي

15:59 - September 07, 2023
د خبر لمبر: 3487923
ایکنا-(تهران)په اروپائي  هیوادونو کې مسلمانان له اسلامه د ویرونې له پروسې سره د مقابلې په خاطر  د داسې فیلمونو تولیدولو ته  مخه کړې ده چې  داسلام او مسلمانانو سم  انځور وړاندې کوي.

ایکنا د  الااتحاد العلماء المسلمین ویب پاڼې له قوله راپور راکړ،د لویدیځي سینما له خوا له اسلامه د ویرونې د پروسې له پراختیا سره  دمخامخیدنې په لړ کې  اروپائي  مسلمانانو  دداسې فیلمونو تولیدول پیل کړي دي چې هغه چیلنجونه  او مشکلات نندارې ته وړاندې کړي،چې  په لویدیځي ټولنې کې دوي ورسره  لاس او ګریوان دي.

په دغو فیلمونو کې  دوي  له هغو پروپیګنډو، دروغجنو تبلیغاتو  او توکمپالو چلندونو سره په مبارزې پسې دي چې  لویدیځي سینما  ورته لمن وهي ،داسې چې حتی  غیر آئيډیالوجیک  اروپایان هم د اسلام او مسلمانانو په باب ناسمو آئيډیاؤ غوره کولو ته اړباسي.

اروپائي مسلمانانو د دغو فیلمونو په تولیدولو سره  هغو پوښتنو ته په ځواب وئيلو پسې دي چې په  ډيرو هغو فیلمونو کې چې  موضوع ئې اسلام  او له لویدیځ سره رابطه ده ، په تیره بیا هغو فیلمونو سره چې د افراط پالنې او مذهبی ژمنتیاؤ  ترمینځ د توپیر قایل  نه کیږي، تکراریږي.

تر ټولووروستی مورد دا چې د سارایوو فیلم دنړیوالې جشنوارې په دوهمې مرحلې کې هڅې وې چې  د ۲۰۲۳کال د اګست په یولسمه نیټه  د یوشمیر بریالیو فیلمونو په وړاندې کولو سره  چې  په لویدیځ کې د مسلمانانو د مشکلاتو بیانونکي دي ،افتتاح شول .

په دغې جشنوارې کې د رومانیا، هنګري،یونان،فرانسې ،بلغاریه، آسټریا او اوکراین پشمول  له زیاترو اروپائي  هیوادونو څخه فیلمونه  نندارې ته وړاندې شول او په همدې دلیل  ددغو هیوادونو مسلمانان دا  د خپلو سینمائي بډاي   تجروبو  د نمایش لپاره  یو فرصت ګڼي.

 په دوي کې یو اغیزشیندونکی او بریالی فیلم چې   د سارایوو  په جشنوارې کې  وړاندې شو، د رومانیا ؛ زما مسلمان خاوند؛ نومې فیلم ؤ چې ډ ایریکټر ئې ډانیّل ایوان پرنوچي  او الیګذینډر لیسیتا پرنوچي دي .

دا هغو فیلمونو ماډل دی چې په ختیځي  اروپا کې  د مسلمان شوو  اروپایانو ژوند نندارې ټه وړاندې کوي او له دې لامهمه  دا چې یو حقیقت پال او  او د حقیقي کیسې فیلم دی ،ځکه د فیلم دوه اتلان  په حقیقت کې ډایریکټر او د هغه ماندینه   دي او فیلم  د هغوي له  مسلمان شونې څخه وورسته د هغوي ژوند  بیانوي.

دغه فیلم  هغه مشکلات چې  مسلمانان  په اروپائي ټولنې کې ورسره مخه دي ، ارزوي  او په اروپا کې د مسلمانانو دکړاؤ  او درد  توضیح ورکوي..

  https://iqna.ir/fa/news/4167436

captcha