ایکنا نیوز راپور ورکوي،د یمن لوی مفتي شمس الدین شرف الدین چې د اسلامی وحت د اوه دیرشم نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره تهران ته راغلی دی ،په دغه ولولناک کنفرانس کې ئې پخپلې وینا کې په یمن کې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) دنیکمرغه میلاد په مناسبت پراخو او پرتمینو ولسی غونډو او لاریونونو ترسره کیدا تاریخي اوبې مخینې کار وباله او وې وئيل،دغه شان دستورې د نړۍ د درستو مسلمانانو په ګټه دي .
هغه ووئيل، د نړۍ درست مسلمانان باید له قرآني ارزښتونو او دنبوی سنت په لاره کې د اتحاد او یووالي په خپلولو سره خپل هویّت او ارزښت بیرته ترلاسه کړي او دنیا ته وښئ چې دآسماني کتاب قرآن کریم او د رسول الله بزرګوار(ص) سنت باندې عمل کول له هرډول تاؤتریخوالي ،افراط پالنې او ترهه ګرۍ سره د مقابلې توان لري او هیڅوک ئې په مقابل کې نشي دریدلی.امریکائي او اسرائيلی استکبارد اسلامی امت له همدغه استقامت اوپه ډګر کې له شتونه ویریدلی دی.
د یمن لوی مفتی د تیریګرو د یرغلونو په وړاندې د یمن د ملت اته نهه کلن مقاومت ته په اشارې سره ووئيل، دا خپلو انقلابی دریځونو ته د یمن دملت پابندي وه چې د دوی د بریالیتوب سبب شوه ځکه دیمن انقلاب د پرګنیزو اوتوکمپالو ریښو او جرړو په اساس نه ،بلکې د یمن ملت پر قرآني ارزښتونو او د رسول الله بزرګوار(ص)پر سنت په اعتقاد سره او د دغو ارزښتونو ددفاع له امله دی.
هغه په اروپائي هیوادونو کې د آسماني کتاب قرآن کریم او اسلامی مقدساتو د سپکاویو تکرار یوه امریکائي دسیسه دبلله او وې وئيل، د مسلمانانو انسجام او د مذهبونو نزدیکت له دغو دسیسو سره د مقابلې یوازینۍ لاره ده .