ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت د حج ارشاد او اوقافو وزارت معین مولوي عارف هلال عارف چې د ایران اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه تهران ته راغلی، له ایرانيو چارواکو سره ئې په لیدنه کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو لپاره د ئې دداسې سهولتونو د برابریدو غوښتنه وکړه، څو له همدې هېواده د حج لپاره عربستان ته سفر وکړي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د حج ارشاد او اوقافو وزارت معین همداراز د ایران حکومت څخه مننه وکړه چې تېر کال یې په دغه هېواد کې افغان کډوالو حاجیانو ته غوره خدمات برابر کړي وو.
د دغه لیدنې پر مهال چې په ایران کې د افغانستان د سفارت د تشریفاتو مسؤل مفتي محمد علیم نوراني هم پکې شتون درلود، د ایران د حج د ادارې مرستیال ښاغلي رضایي د هر ډول ملګرتیاژمنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال دواړو لورو د حج مراسمو د بېلا بېلو برخو په اړه نظریات او تجروبې شریکې او په دوه طرفه ملګرتیاؤ ئې ټینګار وکړ.