IQNA

آنتونیو ګوتریش له غزې سره د بیړنیو مرستو غوښته وکړه اوبایډن هم خپلې خبرې بیرته واخستې

16:58 - October 12, 2023
د خبر لمبر: 3488096
ایکنا-(نیویارک)د طوفان الاقصی نومې عملیاتو له پیلیدا راهسې په شپږمه ورځ  د مقاومتي چورلیز مبارزانو په نیواکي ټاټوبو باندې  توغندوي حملو ته دوام ورکړی دی له بل پلوه د ملګروملتو  سرمنشي انتونیو ګوتریش د غزې تړانګې د خلکو د حیاتي اړتیاؤ د تامینولو  او بیړنیو مرستو غوښتنه وکړه .

ایکنا د ا لجزیره له قوله ر اپور راکړ، په داسې حال کې چې د طوفان الاقصی  عملیات شپږمې ورځې کې  روان دي ، د مقاومتي چورلیز مبارزانو  دتل ابیب ،عسقلان، بئرشبعا او حیفا په لور په لسګونو توغندي ویشتي دي ،په اسرائيلو کې په زیاترو نیواکي ټاټوبو کې  سایرنونه غږیږي او دغه  راز  ئې له حماس سره د مقابلې لپاره  بیړنۍ حکومت جوړ  کړی دی.

له دې سره په یووخت د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش نن په یولړ څرګندونو کې  غزې تړانګې د سونګو ،اوبو او خواړو پشمول د حیاتي تجهیزاتو د واریدیدا غوښته کړې او وئيلي ئې دي ، مونږ  په غزې تړانګې کې  د انسان دوستۍ مرستو ته فوري او له کومو خنډونو پرته  اړتیا لرو. ګوتریش په دوام کې وئيلی دي ،زه  د  لبنان له جنوب څخه  دراپور شوو  حملو او  د آبی کرښې په اوږدو کې د ډزو د تبادلې په باب اندیښمن یم .

داپه داسې حال کې دي چې دامریکا ولسمشر جوبایډن او د متحده عربی اماراتو  د مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان  هم د سیمې د حالاتو او په نیواکي ټاټوبو کې د تاؤتریخوالي د فوري بندیدا او د اور بند د ټینګیدا  لپاره د مختلفو لورو د هڅو دغږملتیا  داهمیّت په باب سره مشورې وکړې.

سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،جوزف بایډن  او شیخ محمد  بن زاید آل نهیان  په ټيلیفوني خبرو کې  داسرائیلو او حماس د نښتو په باب  خبرې اترې وکړې.

 همداراز د سپیڼې ماڼۍ په  یوې خبرتیا کې هم  راغلی دي چې  د جوبایډن  پرونۍ خبرې تخریف شوي دي او هغه داسې کومه  ویډیوئي کلیپ نه دی لیدلی  چې  مقاومتي چورلیز مبارزانو  له خوا  د کومې غمیزې خبره پکې شوي دي

ځينو خبرو سرچینو وئيلي وو، د امریکا ولسمشر جوبایډن وئيلي دي چې  د حماس غورځنګ د مبارزانو په هغه ویډیو ئي کلیپ ډیر خواشینی شوی دی چې پکې له ماشومانو  سرونه غوڅوي.

په خبرپاڼې کې وییل شوي دي بایډن  نه داسې کوم ویډیوئي کلیپ لیدلی او نه ئې هم داسې کومه خبره کړې ده.له دې سره په یووخت  د مقاومتي غورځنګ حماس مسئولانو په یوې اعلامیې کې وئيلي دي چې ددوي مبارزانو هیڅکله هم نه  ماشومان او میرمنې په نښه کړي دي او نه هم ددوي په مقاومت کې ددغه شان اقداماتو  کوم اجازت شته دی. مونږ  له جنګي بندیانو  سره  داسلامي اصولو په اساس چلند کوو او  هیڅکله هم ورته سپک نظر نه کوو.

https://iqna.ir/fa/news/4174748

captcha