IQNA

د فلسطین د آزادۍپه ملاتړکې له لندنه تر آسټریلیاپورې لاریونونه(فیلم+انځورونه)

15:00 - October 15, 2023
د خبر لمبر: 3488112
ایکنا-(لندن) دانګلستان په   زرګونو خلکو  پرون ناوخته دصهیونیسټ ضده مظاهرې د ترسره کیدا لپاره د لندن د حکومت له خبرداریو سره سره د لندن په مینځ کې  غونډه وکړه  او  د فلسطین د آزادۍ  چغې په پورته کولو سره ئې  د اسرائيلو دوحشي رژيم د  جنایتونو ددریدا غوښته و وکړه. په عین حال کې د فلسطین دملت او مقاومتي مبارزانو په ملاتړ او د وحشي صهیونیسټي رژيم په ضد  د آسټریلیا په سیدني ،امان، دپاکستان په پيښور ،پاره چنار  اسلام  اباد او لاهور او کراچۍ  او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې سترې مظاهرې  وشوې.

ایکنانیوز د یونیوز له قوله راپور راکړ،د انګلستان د مختلفو پرګنو په زرګونو خلکو پرون ناوخته د صهیونیسټ ضده مظاهرو د ترسره کیدا په باب د انګریز حکومتي چارواکو له ګواښونو سره سره ، دلندن په مینځ کې  سره غونډ شول او د فلسطین د آزادۍ د چغو په پورته کولو سره ئې د سرائیلو د و حشي پوځ  جنایتونه په سخته محکوم کړل.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

فریاد آزادی فلسطین از مالدیو تا قلب لندن

 مظاهره چیانو چې د مختلفو ملیّتونو او قومونو  په زرګونو خلکو پکې ګډون درلود او په سختو امنیتی تدبیرونو کې ترسره شوې،د فلسطین د بیرغ  په اوچتولو او د دشعارونو د پلې کارډونو په وړلو سره چې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو او څاروي ډوله اقداماتو محکومیّت پکې شوی ؤ،د بی بی خبری چینل د ودانۍ په وړاندې چې د لندن په مینځ کې دی،غونډ شول او مړۀ دې وي اسرائيل  شعارونه ئې ورکړل.

گزارش تصویری راهپیمایی‌های بزرگ همبستگی با فلسطین در پاکستان

همداراز په لسګونو افریقائي هیوادونو ،اروپائي هیوادونو  او د لاتینې امریکا په هیوادونو کې هم دفلسطینیانو په ملاتړ کې سترې مظاهرې وشوې.

دغه راز په هندوستان،افغانستان، انډونیشیا،ملایشیا او پاکستان کې هم د فلسطین د ملت او مقاومتي مبارزانو  په ملاتړ کې او د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په غندلو کې سترې مظاهرې وشوې .د پاکستان په اسلام اباد،پيښور، پاره چنار،ډیره اسماعیل خان ،کویټه ،لاهور فیصل اباد، کراچۍ او نورو ډيرو ښارونو کې سترې مظاهرې وشوې او د مسلمانانو اتحاد او اتفاق ئې  نندارې ته وړاندې کړ.دوي دغه راز غوښته کوله څو دوي ته دې زمینه هواره شي څو د فلسطین د مظلوم ولس  او مبارزانو دمرستې لپاره  او له غاصبو اسرائيلیانو سره د  ډغرې وهلو لپاره  غزې ته لاړشي.

گزارش تصویری راهپیمایی‌های بزرگ همبستگی با فلسطین در پاکستان

https://iqna.ir/fa/news/4175335

captcha