ایکنانیوز د الرای له قوله راپور راکړ،د صهیونیسټ رژيم وحشي ډوله پوځيانو د سختو تدبیرونو په غوره کولو سره الاقصی جومات ته یوازې بوډاګانو ته د واریدیدا اجازت ورکاوه او پر دې اساس ،یوازې پنځه زره فلسطینیانو د مسلمانانو په لومړنۍ قیبلې کې خپل لمونځ اقامه کړ.
د الاقصی جومات مدیر شیخ عمر السکواني ووئيل، په الاقصی جومات کې د قدس اوسیدونکو یوازې پنځه زره کسانو دجمعې لمونځ ادا کړ د نیواکګرو پوځيانو د سختو تدبیرونو په دلیل، او د په دوامدار ډول د ومې جمعې لپاره دغه جومات ته د فلسطینیانو د رسیدا د مخنیوي په خاطر یوازې دغه شمیر کسان بریالی شول څو خپل لمونځ په الاقصی جومات کې ادا کړي.
الکسواني ټينګار وکړ، نیواکګرو پوځیانو له اویا کلونو کم عمره کسانو ته د الاقصی جومات ته د تلو مخنیوی وکړ څو ډير زیات شمیر مسلمانان په جمعې ورځې د لمانځه له قایمولو پاتې شي.
همداراز وئيل کیږي، چې دقدس نیواکي ښار په مرکز وادالجور سیمې کې وحشي نیواکګرو پوځیانو پر لمونځ ګوزارو حمله کړې چې یوشمیر کسان ئې ټپیان او یوشمیر ئې نیولي هم دی ،وئيل کیږي و چې په سلګونو ځوانانو د جمعې لمونځ د قدس له پخواني ښاره بهر قایم کړ.