ایکنا نیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فلسطين د مسئلې په باره کښې وفرمایل : د فلسطين مسئله يوازې د غزې په وروستيو مسائلو او بمباريو پورې اړه نه لري، ځکه چې د فلسطين خلک په تېرو ۷۵ کلونو کی تل له ډول ډول شکنجو، کړاونو او وژنو سره مخامخ شوي دي د خو اوس د غزې ناورین دومره لوی شوی چې د عمومي افکارو پر وړاندې حقیقت نړۍ ته ښکاره شوی او د پټولو یی هېڅ لاره نشته.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر تاکید وکړ: د ایران او کیوبا له سترو سیاسی او اقتصادی ظرفیتونو باید د هغو هېوادونو ترمېنځ د اتحاد او اېتلاف په جوړولو کښې کار واخیستل شی چې د امریکا او لویدیځ د زوروینو په وړاندې یو شان دریځ لری.
د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د دفتر د معلوماتو له مخې، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت االعظمی سید علی خامنه ای، د دوشنبې په ماښام د کیوبا له ولسمشر میګویل دیاز کانیل او د هغه له ملګری پلاوی سره په کتنه کښې زیاته کړه: د هغو هیوادونو تر منځ ایتلاف چې د امریکا او لویدیځ د زوروینوپه اړه ورته دریځ لري، د اقتصادي همکارۍ په تمرکز سره کولی شي د نړۍ په مهمو مسلو لکه د فلسطین په مسله کې ګډ او اغیزمن دریځ غوره کړي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فلسطين د مسئلې په باره کښې وفرمایل : د فلسطين مسئله يوازې د غزې په وروستيو مسائلو او بمباريو پورې اړه نه لري، ځکه چې د فلسطين خلک په تېرو ۷۵ کلونو کی تل له ډول ډول شکنجو، کړاونو او وژنو سره مخامخ شوي دي د خو اوس د غزې ناورین دومره لوی شوی چې د عمومي افکارو پر وړاندې حقیقت نړۍ ته ښکاره شوی او د پټولو یی هېڅ لاره نشته.
حضرت امام خامنه ای په نړیوالو مسایلو په تیره بیا د فلسطین د مسئلې په هکله د کیوبا د ولسمشر دریځونه د اسلامی جمهوریت له دریځونو سره برابر وبلل او په نړیوالو ټولنو کښې یې د دواړو هیوادونو ملګرتیا ته په اشارې سره زیاته کړه: د دواړه هېوادونو اړیکي بايد د علمي همکاريو په ګډون په بېلابېلو برخو کې لا پياوړي شي.
هغوی همداراز ۲۲ کاله مخکې د کیوبا له وتلی مشر فیډل کاسټرو سره خپلې ملاقات ته اشاره وکړه او ویې ویل: د کیوبا انقلاب او د کاسټرو شخصیت د اسلامی انقلاب له بریالیتوب مخکې تل د ایران د انقلابیانو لپاره ځانګړی جاذبه درلوده او د دې کار دلیل هم په انقلابي دریځونوکې د هغه صداقت وو.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټینګار وکړ: انقلابی صداقت، انقلابی استقامت او انقلابی جدیت د کیوبا د انقلاب او د ایران د اسلامی انقلاب ګډې ځانګړنې دی