IQNA

د خوشخطۍ نندارتون  

د ؛از دل نور ؛په نامې سره د اسلامی هنرونو د ځلاؤ انعکاس(فیلم)

8:10 - December 11, 2023
د خبر لمبر: 3488404
ایکنا نیوز – د ؛ از دل نور؛ نومې نندارتون  د تهران د نیاؤران د کلچر سنټر  پو لومړئ ګالرۍ کې  د آئينه کارۍ او خوشخطۍ  دیوشمیر هنرمنانو  دهنر انعکاس  دی چې په هغه کې د  اسلامی هنر ډير په زړه پورې او ښکلي آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.

 اوبه او آئينه  دایرانیانو په کلتور کې دوه عنصرونه دی چې  د پاکۍ او روشنائۍ،ریښتونوالۍ او صفا  سبمولونه حسابیږي او له دې  د مونږ په معمارۍ کې د بیلګو په بڼه  استفاده کیږي.

 دښکلا دغه هنر  زیاتره په مذهبی  ځایونو او زیارتونو کې یوه خاصه ځلاه رامینځة کوي .په ایران کې ډير هنرمند کسان  په دغه هنر او  تخنیک بوخت دي او په دغو کلونو کې داسلامی معمارۍ مرکز  د هنر زده کونکو  په روزنې اوښونې سره ددغه  پخواني هنر داحیاء لپاهر ډيرې هڅې کوي.  همداراز دغه مرکز هڅه کړې ده څو  د معمارۍ د پخوانیو  او دویدیزو سنتونو  داحیاء په حوزې کې  په کوفي خط پسې  شي چې  په تیریو پیړیو کې  د نسخ د  خط د دود په دلیل  د معمارۍ د ودانیود  ښکلا لپاره  د هنرمندانو او خطاطو په ایجنډا کې شامل شوی دی،خو نن سبا  په دې دلیل چې دغه خط د قرآڼ دنوراني آیتونو له مینځه  راپورته شوی دی ، د هنرمندانو ورته یوه خاصه توجه  شوې ده  اود ایران دهنر په پراخوالی کې  د ودې سبب شوې ده .سره له دې چې  په حجازی خط سره  دقرآڼ کریم د باقي پاتې پخوانۍ نمونې لیکل شوي دي ،خو  وخت په وخت  د اسلام له ظهور سره په یووخت ، کوفی خط هم  بڼه موندلې او قرآن په کوفی خط سره لیکل شوی  او وروسته  دحضرت محمد (ص) د د شاګردانو او اصحابو  په لیک لوست  سره  دغه خط خور شو.

در حال تکمیل

د  ؛ازدل نور ؛نومې نندارتون  د همایون مقدس په سرپرستۍ سره  دکوفی نګارۍ او د دسیاؤش طرزي په سرپرستۍ سره د آينه کارۍ  دهنرمندانو  کار  د لیندۍ له اولسمې نیټې  دنیاؤران  کلچر سنټر  په لومړۍ ګالرۍ کې جوړ شوی دی . په دغه نندارتون کې  دهنرمندانو  آثار چې په تیرو دوو کلونو کې ددغو  استاذانو  تر نظر لاندې  د شاګرانو له خوا پنځول شوي دي ،نندار ېټه وړاندې شوي دي.

ددغه نندارتون په څندې کې  همایون مقدس ووئيل، کوفی خط له اساسه د قرآڼ د کتابت  لپاره پنځول شوی دی. دغه خط لومړنۍ بڼه  دحضرت علی علیه السلام په وسیله لیکل شوې ،خو  هغه خط چې نن سبا د کوفی په توګه ئې پيژنو ، د امیرالمومنین علیه السلام  سره له اړونده  خط سره ځینی توپیرونه لری.  

در حال تکمیل

د  ؛ازدل نور ؛ نومې په نندارتون کې د ګډون کونکو هنرمندانو د هنري آثارو  لیدونکي مینهوال  د لیندۍ د ۲۳نیټې پنجشنبې  ورځې څخه   له سهار لسو بجو  ترماښام اوو بجو پورې  او په جمعې ورځې هم  له مازدیګر دوو بجو څخه  تر ماښام  اوو بجو پورې  ددغه نندارتون دترسره کیدا  ځاي ته مراجعه کولی شئ.

در حال تکمیل

در حال تکمیل

در حال تکمیل

در حال تکمیل

در حال تکمیل

https://iqna.ir/fa/news/4186732

 

captcha