ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ،د پاکستان د مذهبی چارو وزیر د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د اسلامی ایران د بریاؤ په ستایلو سره له ایران سره په تیره بیا په کلتوری حوزې، مذهبی فعالیتونو اوپه پاکستان کې د فارسی ژبې او ادب ددودولو په حوزې کې له ایران سره د هراړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره دخپل وزارت چمتووالی اعلان کړ.
د پاکستان د مذهبی چ ارو وزیر انیق احمد پرون په اسلام اباد کې د ا یران له سفیر رضا امیري مقدم سره په کتنې کې ددواړو ګاونډیو هیوادونو ددیني نزدیکت ، کلتوري ، ژبني او جغرافیائي مشترکاتو په یادونې سره ووئیل، د ایران لپاره د پاکستان په خلکو کې یوه خاصه مینه موجوده ده او دغه ولسی ارتباطات په دوو اړخیزو اړیکو کې یوه پیاوړي پشتوانه ده .
دپاکستان دمذهبی چارو وزیر زیاته کړه ، اسلامي ایران او پاکستان سره ګډې ګټې او چیلنجونه لري او هر دواړه هیوادونه دخپلو مشترکو دښمنانو په سترګو کې ازغي دي . هغه دغه راز فارسي د سیمې او نړۍ ترټولو خوږه ژبه وبلله او وې وئيل، د حافظ شیرازي ، سعدي ، فردوسي علامه اقبال په څير تاریخي او ادبی ویاړونه د ایران او پاکستان ګډ میراث او ددوو ګاونډیانو ارزښتمنې شتمنئ حسابیږي. هغه ټینګار ورکړ، د پاکستان دمذهبی چارو وزارت دد کلتوری ، دیني شخصیّتونو ، عالمانو په تیره بیا د د پاکستان په ټولنې کې د فارسی ادب او کلتور د دودولو په حوزې کې ایران له اسلامی جمهوریت سره د هرډول ملګرتیا لباره تیار دی .
په پاکستان کې د ایران سفیر امیر مقدم هم په غزې کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو ددوام په محکومولو سره د فلسطین دله مقاومتي چورلیز څخه د پاکستان د حکومت او ولس د پياوړو او جوتو دریځونو قدرونه وکړه او وې وئيل، د اسرائیلو ماشوم وژونکی رژيم په وسیله د فلسطینیانو شهادت د امریکا د بې منطقه او بې چون او چرا ملاتړونو سره دوام لري، چې بلاخره تاوان به ئې امریکا ډیر زر وویني .
په پاکستان کې د ایران سفیر له پاکستان سره د رسندوئي اصحابو او څیدانو او د حج د مسئولانو ، د قرآني چارو د مسئولانو ،قاریانو او حافظانو د پلاؤ د تګ راتګ او کنفرانسو د جوړولو لپاره دایران پر چمتووالی ټینګار وکړ او وې وئيل، دغه راشه دیرشه هم ددواړو هیوادونو دتوانمنینو او دملګرتیاؤ د ظرفیّتونو له معرفي کولو سره ډیره مرسته کولی شي.