IQNA

د هرات – خواف ریل پټلۍ له لارې به د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر ډېر زر پیل شوي

16:26 - December 17, 2023
د خبر لمبر: 3488435
د ایران اسلامي جمهوریت د چابهار بندر له لارې د عمان سمندرګي د ریل پټلۍ او سمندري لارې له مسیره د نړۍ له بازارونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره هر اړخیزه هڅه کړې ده.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان په لوېدیځ کې د هرات او د ایران په شمال ختیځ کې د خواف تر منځ د اورګاډي پټلۍ ۲۲۶ کیلو متره اوږدوالی لري او افغانستان د ایران له ریل پټلۍ سره نښلوي.

د دې اورګاډي پټلۍ ۷۷ کیلومتره په ایران او ۱۴۹ کیلومتره یې په افغانستان کې جوړه شوې ده.

افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی، د پاکستان او ایران له لارې یې مهمې مواصلاتي لارې دي.

 

 د هرات – خواف رېل پټلۍ هم په همدې لور روانه ده او په ګټې اخیستنې سره به افغانستان د ایران د ریل، سړک او سمندري لارو له مسیره د نړۍ له بازارونو سره ونښلول شي.

د اقتصادي چارو کارپوه "اسدا.... بشیري" په دې اړه وايي: "د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د رامنځته شویو ستونزو په پام کې نیولو سره چې اکثره وخت د اسلام اباد له خوا د پولو د بندیدو لامل کیږي، د ایران ترانسپورتي لارې، تر ټولو خوندي ادرس دی.

د افغانستان د هرات د ریل پټلۍ رئیس مفتي محمد نسیم محمدي د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسوولینو سره په کتنه کې اعلان وکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د هرات – خواف ریل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د انتقال لړۍ پیل شي.

دا څرګندونې د دې ښکارندویي کوي چې له دې لارې به ډیر ژر د مالونو د لیږد را لیږد لړۍ پیل شي او د افغان سوداګرو لپاره تر ټولو ښه او ارزانه فرصت ګڼل کیږي.

د محمدي په وينا، د هرات – خواف رېل پټلۍ، د هرات ولایت اړوند غوریانو ښار کې د روزنک سټېشن د فعالیت لپاره چمتو شوی او په دې برخه کې هیڅ ډول ستونزې او د خنډ لاملونه نشته.

بې له شکه د دغې پټلۍ په فعالېدو سره به د خوندي او ارزانه ترانسپورت لپاره سیمه ییزه سیالي لا پسې زیاته شي او د سولې، امنیت، دوه اړخیزو او سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا مستقیمه پایله به څرګنده شي.

د ایران اسلامي جمهوریت چې د نړۍ له مختلفو سیمو او د براعظمونو په پولو کې پروت دی، کولای شی له نړیوالو بازارونو سره د ګاونډیو هېوادونو په نښلولو کې مهم او ځانګړی رول ولوبوي.

د سیاسی مسایلو کارپوه «علی صیادي» وايي:  په نننۍ نړۍ او نړیوال اقتصاد کی ترانسپورتي لارو یو مهم رول او مقام ترلاسه کړی دی او زیاتره سیالی په ترانسپورتی لارو پای ته رسیږی.

هغه وایي، دا په دې معنی ده چې د ایران اسلامي جمهوریت د ترانسپورټ او ترانزیتي لارو د کارولو په مرکز کې شتون لري، چې تر ټولو مهم یې د شمال-جنوب دهلیز دی چې د هند د بمبۍ بندر له منځنۍ اسیا او حتی اروپا سره د بندر عباس له لارې نښلوي.»

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو او د دغه ولایت یو شمېر سوداګرو او پانګوالو له بندر عباس څخه تر روزنک سټیشن پورې د بار وړونکو موټرو د لېږد رالېږد د زمینې برابرولو غوښتنه کړې.

د هرات د رېل پټلۍ مشر د لوېدیځ زون سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ اداره ژمنه ده چې دوی ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

په دې کې شک نشته چې د هرات – خواف د اورګاډې پروژه؛ نه یوازې دا چې ایران او افغانستان د ریل له لارې نښلوي، بلکې د دوه زره کیلومترو په اوږدوالي د ختیځ – لویدیځ د اورګاډي په دهلېز کې  چین، ازبکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا سره نښلوي.

تمه ده چې د هرات – خواف رېل پټلۍ په فعالېدو سره به په لنډه موده کې دوه میلیونه ټنه مالونه او دوه سوه زره مسافر په دې لاره تګ راتګ وکړي او د دوغارون په پوله به د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ کچه او ترانزیتي لګښتونه به کم شي.

دا په دې مانا چې افغانستان د ایران د سمندر، اورګاډي او سړکونو له لارې له نړیوالو بازارونو سره نښلول کېږي چې د افغانستان په

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143292

captcha