IQNA

ایران سږکال۵۰۰ ټنه نشه ایزموادو نیولي چې ۷۰فیصده ئې دپاکستان په پولوکې دي

15:24 - December 25, 2023
د خبر لمبر: 3488474
ایکنا- سردار قاسم رضائي د پاکستان له نشه ایزوموادو سره د مبارزې د ځواک له قوماندان جنرال محمد انیق الرحمان سره په کتنې کې،ایران د پاکستان د ولس د امن وطن وباله او زیاته ئې کړه،له ډيرې مودې راهسې د ایران او پاکستان ترمینځ دغه اړیکې او غږملتیاوې  دوام لري او دا چاره له هیچا پټه نه ده.

ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ،د ایران د پولیسو د عمومي قوماندان جانشین سردار قاسم رضائی د ایران په پولو کې سږکال له لومړیو راهسې تراوسه پورې د پنځه سوه ټنه نشه ایزو موادو کشفیدا ته اشاره کړې او وئیلي ئې دي،دا په داسې حال کې دي چې ددغو کشفیاتو څه دپاسه اویا فیصدي برخه له پاکستان سره په ګډو پولو کې کشف شوي دي او په دې لړ کې تمه لرو،د یوه بل په ملګرتیا سره د نشه ایزو موادو مافیائي چینلونه  سره ګډوډ کړئ شو.

سردار قاسم رضائي د پاکستان  له نشه ایزوموادو سره د مبارزې د ځواک له قوماندان جنرال محمد انیق الرحمان سره په کتنې کې،ایران د پاکستان د ولس د امن وطن وباله او زیاته ئې کړه،له ډيرې مودې راهسې د ایران او پاکستان  ترمینځ دغه اړیکې او غږملتیاوې  دوام لري او دا چاره له هیچا پټه نه ده.

هغه په دوام کې د ایران او پاکستان ډيرو ژورو او سټراټژيکو  اړیکو ته په اشارې سره  ووئيل، دغه اړیکې  داسې دي چې  دایران د سټراټژۍ ژوروالی پاکستان او د پاکستان د سټراټژيک ژوروالی ایران دی  او دا د مونږ ددستانو لپاره خوشالونکي او ددښمنانو لباره  هم نهیلونکي  خبره ده  او پر دې اساس  دښمنان تل  په دې پسې دي  چې د دوو ملتونو او حکومتونو ترمینځ تفرقه او نفاق رامینځةکړي .

د ایران د پولیسو د عمومي قوماندان جانشین  همداراز هغې وروستۍ ترهه ګرې پيښې ته  چې د سیستان او بلوچستان ولایت په راسک سیمې کې د پولیسو یولیس ماموران پکې شهیدان شوي دي ، اشاره وکړه او ددغه شان پيښوپه مخنیوي کې ئې پر عملیاتي او کارنده  اقداماتو په ټينګار سره  ووئیل اسلامی ایران   له پاکستان سره  کابو ۹۸۷کلومیټره  ګډې او وچې پولې لری او دغه ر از دوه سوه کلومیټره سمندري پولې  لري او د تاریخ په اوږدو کې ئې ښودلې ده چې  دواړو هیوادونو  هیڅکله  هم  په دغو سیمو کې  هیڅ ډول جدي شخړې  نه دي درلودلي  او باید هڅه وکړو څو  ددغه شان ترینګلو پيښو مخه ونیسو او باید دا غوښته دپاکستان مسئولانو ته ورسوئ څو ترهه ګرو او اشرارو ته د پاکستان په خاور کې د فعالیت  او د ترهه ګرو خوځښتونو اجازت ورنکړي .

د پاکستان د نشه ایزو موادو سره دمبارزې د ځواک قوماندان جنرال محمد انیق الرحمان هم ددواړو هیوادونو ګډ دین او تاریخ او دغه راز  د واکوالانو ،خلکو او پوځیانو ترمیځ ارتباطاتو ته په اشارې سره  ووئیل، اشرار تل د ایران او پا کستان ترمینځ د اړیکو په خړپړولو پسې دي او باید مونږ دیوه بل په اتحاد او غږملتیا سره اجازت ورنکړو چې ددواړو هیوادونو او ملتونو او پوځي ځواکونو ترمینځ ترینګلتیاوې رامینځة شي. دښمن تل هڅه کوي ددواړو هیوادونو ترمینځ  ارتباطات خراب کړي او له اشرارو د تالی څټو په توګه ناوړه استفاده  وکړي،خو باید ددغه شان ورانکاریو اجازت ورنه کړو او دوی پخپلو دسیسو او نقشو کې  دتل په شان ناکام کړو.

جنرال محمد انیق الرحمان همداراز ددې خبرې په کولو سره چې له سیمې  ورآخوا  هیوادونه او د هغوي ځيني ترینګلي اقدامات ددواړو هیوادونو  په اړیکو کې دخار پار د رامینځةکولو لباره  له ترهه ګرو او د مرګ د  سوداګرانو په ماموریّتونو کې د اغیز شیندلو هڅه کوي،  ووئیل، د ایران او پاکستان ترمینځ  ملګرتیاوې باید لا زیاتې پراخې شي او  اجازت ورنکړو،څو په ځينو ترینګلتیاؤ او دسیسو سریه ددواړو هیوادونو اړیکې او پیوستون ته کوم تاوان ورسیږي.

https://www.irna.ir/news/85332546 

captcha